د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

م.م: پر روښنايۍ غورځنګ حمله یو قصدي عمل و


ملګرو ملتونو په کابل کې د تېرې جولای میاشتې په ۲۳ نېټه د روښنايۍ غورځنګ پر لاریون ځانوژونکې حمله له ټولو نړیوالو بشري قوانینو خلاف یو قصدي عمل بللی دی.

ملګري ملتونه وايي، یاده حمله په عامو خلکو کې د وېرې اچولو په هدف شوې ده.

په دې ځانوژونکي برید کې چې د روښنايۍ غورځنګ پر لاریون وشو ۸۵ کسان مړه او نېږدې ۴ سوه نور ټپيان شول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د دې برید په اړه څېړنه کړې او په خپل راپور کې يې ویلي چې دا حمله د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده او ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

یوناما دا برید له ۲۰۰۹ میلادي کال راپه دې‌خوا په افغانستان کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بللی دی.

ملګري ملتونه وايي، داعش چې د دې حملې مسؤلیت‌يې منلی دی دا برید په افغانستان کې د مذهبي او فرقه‌يې شخړو د پارولو په هدف ترسره کړی دی.

د «۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۳ نېټه پر سوله‌ییز لاریون برید» تر نامه لاندې دې راپور کې په افغانستان د ټولو افغانانو په خاصه توګه د مذهبي ټولنو اساسي بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې ده.

یاد دفتر وايي، د دې راپور د چمتو کولو پر مهال‌يې د جولای د ۲۳ نېټې د لاریون د امنیت لپاره د افغان ځواکونو د تدابیرو، د لاریون پر مهال د افغان سرتېرو د چلند او له خطرونو څخه د مخنیوي لپاره د حکومت او د لاریون د تنظیموونکو د اقدماتو په اړه څېړنه کړې ده.

یوناما په دې راپور کې سپارښتنه کړې ده چې پر مذهبي ټولنو، د عبادت پر ځایونو او پر ملکي وګړو باید د دغه شان بریدونو د مخنیوي لپاره جدي او لازم ګامونه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG