د لاسرسي لېنکونه

د جرمني د "باسف" کارخانه کې چاودنې دوه تنه مړه کړي


جرمني کې د "باسف" په نوم د کیمیاوي موادو شرکت په یوه کارخانه کې د چاودنې له امله دوه تنه مړه او شپږ تنه زخمیان شوي دي.

د چاودنې په سیمه کې دوه کارګر ورک دي.

باسف په نړۍ کې د کیمیاوي موادو تر ټولو ستر شرکت بلل کېږي.

دا چاودنه د راین سیند په غاړه کې د "باسف" شرکت په یوه بېړۍ کې شوې ده.

په‎ دې ځای کې په عمومي ډول له بېړیو مایع طبیعي ګاز او داسې مواد چې اور اخیستلای شي، ښکته کېږي او د تولید مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د باسف مسؤلینو پرون دوشنبه وویل چې د احتیاط له مخې یې په سیمه کې ۱۴ نورې کیمیاوي کارخانې بندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG