د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۵۴

ملي امنیت وايي لغمان کې یې د ځانمرګي برید مخه نیولې 


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو د لغمان په مرکز مهترلام کې د یوه ځانمرګې برید مخنیوی وکړ.

د دغه ریاست له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې درېیو حمله کوونکو پلان درلود چې د مهترلام په عصمت څلور لارې کې ځانمرګی برید وکړي.

ملي امنیت وایي، دغه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکي نیول شوي او تحقیقات ترې روان دي.

XS
SM
MD
LG