د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

سوله او اقتصاد سعودي ته د عبدالله د سفر اجنډا مهم ټکي جوړوي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان په رسمي بلنه نن دغه هېواد ته په سفر روان دی.

له طالبانو او د دولت نورو مخالفو وسله‎والو سره د سولې خبرې او له سعودي عربستان سره اقتصادي اړیکې د دې سفر د اجنډا مهم ټکي جوړوي.

د سعودي عربستان په درې ورځني سفر کې له اجرائیه رئیس سره به په دې سفر کې د عدلیې، پوهنې، سوداګرۍ، حج او اوقافو، د لوړو زده‌کړو، کار او ټولنیزو چارو وزیران، ۲۱ کسه افغان سوداګر، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د علماوو شورا رئیس مولوي قیام‌الدین کشاف او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ملګرتیا کوي.

د دوی ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی چې پخوا یې په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو مشري کوله نن عربستان ته ځي.

د سوداګرو د پلاوی مشري د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان‌جان الکوزی کوي.

د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان‌جان الکوزی
د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

خان‌جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هڅه کوو چې د سعودي د سوداګرۍ خونې سره د همکارۍ یو تفاهم‎لیک لاسلیک کړو څو په دې ډول په راتلونکي کې یوه پراخ تجارتي تړون ته لاره هواره شي. اوس زموږ تجارت له سعودي سره ډېر کمزوری دی، له دوی څخه موږ له درېیم او دوهم لاس څخه پلاستیکي خام مواد چې زموږ د فابریکو لپاره پکارېږي په دوبۍ، بحرین او نورو ځایونو کې اخیستل کېږي چې علت‌یې دا دی موږ منظمه تجارتي توافق‎نامه نه‌لرو او زموږ څه ناڅه وچه مېوه او غالۍ هلته پلورل کېږي."

خان‌جان الکوزي زیاته کړه چې په سعودي عربستان کې به د افغان سوداګرو د ستونزو مسئله د عربستان له ماليې وزارت او د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره شریکه کړي، همداراز به د افغان سوداګرو د ویزو پر ستونزو خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت له سعودي عربستان سره مخکې یو تفاهم‎لیک لاسلیک کړی و چې د هغه له مخې به زرګونه افغانان دغه هېواد ته د کار لپاره واستول شي.

XS
SM
MD
LG