د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

سعودي عربستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله د سفر اجنډا


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ چې د کابینې یو شمېر وزیران او یو شمېر افغان سوداګر په‌کې شامل دي، سبا دوشنبه په یوه رسمي درې ورځني سفر سعودی عربستان ته ولاړ شي.​

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اجرائیه رئیس په مشرۍ سعودي عربستان ته د افغان پلاوي په سفر کې به له سعودي چارواکو سره د سولې، د افغان کارګرانو د ستونزو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشي.

امید مثیم
امید مثیم

هغه زیاته کړه:

"ټاکل شوې افغان کارګرانو ته د کار د ورکړې پر توافق‌لیک، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، سولې، ښوونې او روزنې، تحصیلي بورسونو، د هغه افغاني کارګرانو د ستونزې د حل په اړه توافق چې په پاکستاني پاسپورټونو عربستان کې کارونه کوي، د دوی د پاسپورټونو د بدلون په اړه خبرې وکړي."

ښاغلی میثم زیاتوي چې له ښاغلي عبدالله سره به په دې سفر کې د عدلیې، پوهنې، سوداګرۍ، حج او اوقافو، د لوړو زده‌کړو، کار او ټولنیزو چارو وزیران، ۲۱ کسه افغان سوداګر، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د علماوو شورا رئیس او د سولې عالي شورا مرستیال ملګرتیا کوي.

د اجرائیه ریاست چارواکي وايي چې له دغه سفر څخه یوه میاشت وروسته به ډاکتر عبدالله عبدالله پاکستان ته هم رسمي سفر ولري.

پاکستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله سفر باید شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ترسره شوی وی، خو د روان کال د وري میاشتې په ۳۱ نېټه په کابل کې لوړپوړو شخصیتونو د حفاظت پر دفتر د مخالفو وسله‌والو تر خونړي برید وروسته افغان لوري دا سفر وځنډاوه.

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان د سیمې هېوادونو ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفرونه ګټور بولي.

ودیر صافی
ودیر صافی

​د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وايي:

"سعودي عربستان ته د عبدالله سفر مهم دی ځکه سعودي له پاکستان سره هم نېږدې دی، که وغواړي د سولې په اړه ګامونه واخلي، کېدای شي طالبانو ته هم یوه اشاره ورسوي، هغوی له تأثیر لاندې راشي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي زیاتې هڅې کړې وې چې د سعودې عربستان له نفوذ نه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي، څو وسله‌وال طالبان د سولې خبروته وهڅوي، خو هڅو یې کومه ښکاره نتیجه ورنه‌کړه.

ښاغلی صافی وايي، که په رښتیا هم سعودي عربستان وغواړي، نو د پاکستان د حکومت په اشاره وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره سولې ته چمتو کولای شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG