د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

خوستي فعالان: د هېواد امنیت لپاره دې واحده سټراتیژي جوړه شي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او روڼ اندي د افغانستان په هلمند، کندز او ځنو ولایتونو کې روانو سختو جګړو ته په اندېښنه کې دي.

دوی غوښتنه کوي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې د یادو جګړو د قابو کولو او د خلکو لپاره د یو سوله ییز چاپیریال د برابرولو په خاطر دې یوه ګډه امنیتي سټراتیژي جوړه او عملي کړي.

فعالان وايي، د ناامنیو دوام، د ملکي وګړو مرګ ژوبله همدارنګه د جګړې له ویرې د خلکو لخوا د خپلو سیمو پرېښودل د نورو ناخوالو تر څنګ د ولس او حکومت تر منځ باور ته هم دروند زیان رسوي.

د خوست یو تن مدني فعال نصیراحمد روښان د جګړو د نه قابو کېدو یو لامل د افغانستان د امنیتي سکټور په رهبري کې د سالم مدیریت کمی بولي.

نوموړی زیاتوي نړیواله ټولنه هم د روانو جګړو له مسؤلیت څخه ځان نشي خلاصولای، نو بایده دي چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه د روانو حالاتو د قابو کولو لپاره ګډه امنیتي سټراتیژي جوړه کړي.

نصیراحمد روښان وايي:

"تر ډېره ستر انتقاد هم دادی چې د وسله والو ځواکونو په رهبري کې ستونز شته دي، د دې تر څنګ نړیواله ټولنه هم نشي کولای چې له دې مسوولیته ځان وباسي، په دې معنی چې دا جګړه د دوی په شتون کې پیل شوې او نړیواله ټولنه باید د هغې د مخنیوي لپاره په مختلفو لارو فکر وکړي، دلته ده چې موږ افغان حکومت او هم نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کوو چې د سراسري امنیت لپاره دې یوه واحده سټراتیژي ایجاد کړي، تر څو دوی وکولای شي، زموږ د خلکو د سر او مال څخه ساتنه وکړي."

شاعر او کره کتونکی فریدالله قربان وايي، د جګړو دوام پر حکومت د ولس باور زیانمنوي.

دی وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې د خپلو نړیوالو متحدینو سره په همکارۍ کې د افغانستان د امنیت ټېنګولو ته توجه ډېره کړي.

فریدالله قربان زیاتوي:

"په افغانستان کې وروستۍ ناامنۍ ډېرې دې تشویش وړ دي، هغه په دې لحاظ چې خلک د جګړو له ډاره یو بل ځای ته ځي او خپل کورونه پریږدي چې دا بیا د حکومت او ولس تر منځ فاصلې ایجادوي، د ملي یووالي د حکومت له مشرتابه د خلکو هیله داده چې دې برخې ته ډېره توجه وکړي، او د دوی د ژوند لپاره یوه ډاډمنه فضاء برابره کړي، نړیواله ټولنه هم دا مسؤلیت لري چې افغانستان ته په دې برخه کې توجه وکړي تر څو دا هېواد د امن کور وګرځي."

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په لومړي سر کې هغه ادارې او هېوادونه تشخیص کړي چې د حکومت مخالف لوری په جګړه ییز او لوژستیکي برخو کې تمویلوي او له دې لاسوهنو يې موخه څه راوځي.

امیرالله زړه سواند وايي:

"د افغانستان وسله وال ځواکونه د نړیوالې ټولنې لخوا تمویلېږي او دا ددې معنی لري چې نړیوال موږ مني او کمکونه راسره کوي، دلته په ځنو ولایتونو کې جګړې په یو تعادل کې قرار لري، دا معادل پوځ چې د افغانستان د پوځیانو په مقابل کې جنګ کوي، دا څوک تمویلوي، نو موږ نړیوالو قواوو چې په راس کې يې د امریکا متحده ایالات دي هیله مو داده چې دوی پیدا کړي چې د وسله والو اسلیحاتي او لوژستیکي تمویل څوک کوي، څرنګه يې کوي او ولې يې کوي؟"

د نظر خاوند مولوي عبدالقدوس د روانو جګړو د شدت مهم لاملونه د کندز او هلمند جغرافیوي ارزښت، د امنیتي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ نشتون، په ځنو ولایتونو کې له حکومت نه د خلکو ناراضي توب او هغو کسانو ته د قدرت سپارل په ګوته کوي چې لازم اهلیت او مناسب کاري ظرفیت نه لري:

"د افغانستان امنیتي مسایل چې فعالاً په کندز، هلمند او ځنو نورو ولایتونو کې واقع شوي دي، دا ډېر اوږده اړخونه لري، کندز پراخه سیمه ده او څو هېوادونو سره پوله لري، دویمه مساله د دولت په امنیتي ارګانونو کې نه هماهنګي ده، درېیمه مساله د ولس نارضتوب دی چې ولس په ځنو ولایتونو کې د حکومت نه بیخي ناراضه دی، څلورمه مساله د هغو خلکو ده چې قدرت ورسپارل شوی خو اهل يې نه دي، نو فلهذا ځنو ولایتونو کې ځکه داسې مسایل پېښيږي."

د چارو کارپوه زاهدشاه انګار وايي چې په افغانستان کې تېرو دېرش کلنو تجربو ته په کتو په ناامنو ولایتونو کې د امن د سمبالښت او د ملکي او پوځي ارګانونو تر منځ د همغږیتوب د تامین لپاره د ملکي افرادو پر ځای د والیانو په توګه د داسو مسلکي جنرالانو ګمارنه اغېزمنه ده چې له سیاسي او ټولنیزو مسایلو سره بلد وي او د بېړنیو اجرااتو لپاره د ولسمشر لخوا ځینې فوق العاده صلاحیتونه هم ورکړل شوي وي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG