د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

امریکا وايي پر حوثي یاغیانو د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي


د امریکا دفاع وزارت په داسې حال کې چې سمندري ځواکونو یې پرون په یمن کې د حوثي یاغیانو پر هدفونو یو ځوابیه برید وکړ، د دې ډول نورو بریدونو لپاره تیاری نیسي.

امریکایي چارواکي تور لګوي؛ هغه توغندي چې تېره اوونۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو لخوا د نیول شویو سیمو له غاړو څخه د یوې امریکایي بېړۍ په لوري وویشتل شول، ایران ورکړي دي.

د امریکا سمندري ځواکونو پرون پنځه «توماهوک» ډوله توغندي د یمن د سره سمندرګي په غاړو کې د حوثي د ګرځنده رادار په لوری وویشتل.

دا بریدونه له هغه وروسته وشول چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي وسله والو یاغیانو تېره اوونۍ څو ځلې د یو. اس. اس «میشن» په نامه امریکایي جنګي بېړۍ په لوري توغندي وویشتل چې هدف ته له رسېدو محکې په سمندر کې ولوېدل.

حوثي یاغیانو پر امریکايي جنګي بېړۍ څو توغندي توغولي و
حوثي یاغیانو پر امریکايي جنګي بېړۍ څو توغندي توغولي و

د فرانسې خبري اژانس په دې باب زیاتوي چې د امریکا اردو د بریدونو په دفاعي بڼه ټینګار کوي.

که څه هم چې امریکا د سعودي عربستان په مشرۍ ائیتلاف ته چې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد جګړه کوي اکمالاتي مرستې کوي، خو امریکایي ځواکونو د پنجشنبې ورځې راکټي بریدونه د یمن په کورنۍ جګړه کې د واشنګتن لومړنی مستقیم پوځي اقدام بلل ګېږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پيتر کوک وویل:

پیټر کوک
پیټر کوک

"دا محدود راکټي بریدونه په سیمه کې د کومې نوې جګړې پیلامه نه ده، دا محدود دفاعي بریدونه د عسکرو او بېړیو د ساتنې او زموږ د سمندري خوځښتونو د ازادۍ لپاره وشول."

سپينه ماڼۍ هم ټینګار کوي چې امریکا د خپل پوځي رول د پراختیا په لټه کې نه ده.

حوثي وسله والو مخالفینو ویلي دي چې د کومې بېړۍ په لوري یې توغندی نه دی ویشتلی.

امریکایي چارواکي تور لګوي چې د تېرې اوونۍ توغندي چې په یمن کې د حوثي وسله والو لخوا د نیول شویو سیمو له غاړو څخه د یوې امریکایي بېړۍ په لوري وویشتل شول، ایران ورکړي دي.

​د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمېټې رئیس جان مک کین چې د دفاع وزارت ورته په یو. اس. اس«میشون» جنګي بېړۍ باندې د تېرې اوونۍ د دریو توغندیو د ویشتلو په باب معلومات ورکړي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه توغندي ښایي د ایران لخوا د حوثي وسله والې ډلې ته ورکړل شوي وي.

جان مک کین ټینګار وکړ چې د امریکايي ځواکونو د توغندي په متقابل برید کې د حوثیانو د رادار خوځیدونکې دستګاه چې د یو اس اس میشن پر بېړی یې د C-802 بېړی ضد توغندیو لارښوونه یې کوله، له منځه ولاړل.

ده وویل چې په دې توګه امریکایي ځواکونو یو پیاوړی پيغام واستاوه چې دا ډول برید نشي زغملی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویاند جان کربي هم په دې اوونۍ کې څرګنده کړه چې توغندي د ایران لخوا د حوثي وسله والو ته ورکړل شوي دي او دا یې هم وویل چې ښایي هغوی د دغو توغندیو یوشمېر د یمن د حکومت له اردو نه ترلاسه کړي وي.

ایران د حوثي له وسله والو څخه په ښکاره ملاتړ کوي، خو د وسلې ورکولو تور ردوي.

خو بیا هم ایران خپلې دوې جنګي بېړۍ د عدن خلیج ته، چیرې چې د امریکا سمندري ځواکونو راکټي بریدونه کړي استولي دي.

ایران وایي چې د دوی جنګي بېړۍ له سمندري غلو څخه د سوداګریزو بېړیو د ساتنې په خاطر د عدن خلیج ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG