د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د افغان حکومت اجرائیه رئیس راتلونکې دوشنبې عربستان ته ځي


ټاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس راتلونکې دوشنبې سعودي عربستان او راتلونکې میاشت پاکستان ته سفرونه وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په یو رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.

فیصل زیاته کړه چې دا دې هېواد ته د ښاغلي عبدالله رسمي سفر دی.

هغه زیاته کړه:

"ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرائیه رئیس راتلونکې دوشنبې سعودي عربستان ته سفر وکړي، دا دې هېواد ته د نوموړي رسمي سفر دی."

افغان چارواکي په دې باور دي چې سعودي عربستان د اسلامۍ نړۍ د مرکز په توګه د افغانستان د کړکېچ په هواري کې له بېلا بېلو خواوو مرسته کولی شي.

ښاغلي فیصل سعودي عربستان ته د عبدالله عبدالله د دې سفر د اجنډا په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.

په ریاض کې افغان سفیر سید جلال کریم هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی له سعودي چارواکو سره د افغان اجرائیه رئیس د دې سفر لپاره پر چمتووالي بوخت دي.

نوموړي د دې سفر هدف د سعودي او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا وښوده، خو د سفر د اجنډا په اړه یې د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس به له سعودي چارواکو سره پر کومو مسئلو خبرې کوي، خو افغان حکومت تر دې مخکې له سعودي عربستان څخه د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر سربېره په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل همدارنګه پاکستان ته هم د ډاکتر عبدالله عبدالله د راتلونکې سفر یادونه وکړه چې دده په وینا د هغه هېواد د صدراعظم نواز شریف په بلنه ترسره کېږي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

ښاغلي فیصل وویل:

"پلان دی چې اجرائیه رئیس د خبرو اترو لپاره راتلونکو میاشتو کې په یو رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي، په دې سفر کې به په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسئلو سربېره له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسئلې خبرې وشي، چې هغوی ته افغانستان ته د ستنېدو لپاره زیات فرصت ورکړل شي څو په ښه توګه او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي."

که څه هم فیصل د دې سفر دقیقه نېټه په ګوټه نه کړه، خو ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي افغان اجرائیه رئیس د نومبر په میاشت کې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

پاکستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس د سفر خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

افغان چارواکي پاکستان ملامتوي چې د چین، امریکا او افغانستان سره په څلور اړخیزو غونډو کې د شویو پریکړو له مخې یې په خپله خاوره کې د هغو افغان طالبانو پر ضد عملي او جدي اقدامات نه دي کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

پاکستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله سفر باید تقریباً شپږ میاشتې مخکې ترسره شوی وای، خو د روان کال د وري د میاشتې په ۳۱ نېټه په کابل کې د مهمو شخصیتونو د حفاظت پر دفتر د مخالف وسله والو له خونړي برید وروسته افغان لوري دا سفر وځنډوه.

هغه مهال افغان چارواکو د دې برید پړه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پر مېشتې حقانې شبکې اچولې وه، دا د وسله والو طالبانو هغه شبکه ده چې امریکا او افغانستان دواړه یې پر ضد د پاکستان د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG