د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د ۱۴کلنو فوټبال افغان لوبډله د برازیل اتاتیکو سره سیالي کوي


ټاکل شوې د افغانستان د ۱۴ کلنو د فوټبال ملي ټیم د سوبروتو کپ سیالیو په دوام د برازیل د اتاتیکو پرنینس ټیم سره سیالي وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به نن د افغانستان د مازدیګر په درېيو بجو په هند کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ټیم باید سبا د عربي متحده اماراتو د ۱۷ کلنو له ټیم سره لوبه وکړي، خو د متحده عربي اماراتو ټیم دغه سیالۍ ته حاظر نه شو او د افغانستان د ۱۷ کلنو ټيم په دې ترتیب سره درې امتیازه ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG