د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

شمال ته د "دوستم" د سفرونو مؤثریت په اړه بېلابېل غبرګونونه


د جګړې د کابو کولو په هدف یو شمېر شمالي ولایتونو ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د سفرونو دوام د ولسي جرګې د غړو او کارپوهانو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې استازی صالح محمد صالح وایي، په نظام کې باید د هر چا مسؤلیت مشخص وي او په خبره‌یې شمالي ولایتونو ته د جنرال عبدالرشید دوستم پخوانیو سفرونو د پام وړ لاسته راوړنه نه‌درلوده.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"کله چې جنرال دوستم شمال ته ځي، کوم سفرونه چې ده په دا دوو کلونو کې درلودل، یوه لاسته راوړنه‌یې راوښیئ چې هغو سیمو کې امن او سوله یي. کومو ولسوالیو کې چې ده عملیات کړي، هلته لا پسې امنیت‌یې خراب شوی دی."

اخوا د دغې جرګې بل غړی محمد عبده وایي، دا د حکومت په پرېکړې او تشخیص پورې اړه لري چې کوم با نفوذه کس په کومه برخه کې ګټور تمامېدای شي.

ښاغلی عبده وايي:

"اوس دې ته په کتو چې نا ارامۍ یوه اندازه زیاتې شوي، زما باور دا دی هر څوک چې هر چېرته مؤثر تمامېدای شي، له وجوده‌یې باید استفاده وشي."

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تېره سې شنبه د فاریاب غورماچ ولسوالۍ له سقوط سره سم دغه ولایت ته روان شو.

ښاغلي دوستم له دې وړاندې هم درې ځله جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته سفرونه کړي څو دغه سیمې د وسله‎والو له موجودیته تصفیه کړي.

اخوا د ښاغلي دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج وایي، دا چې طالبانو خپل پام شمالي ولایتونو ته زیات کړی نو د کندز په څېر فاجعې د مخنیوي په هدف ښاغلي دوستم دا لازمه وګڼله چې فاریاب کې په خپله د جګړې رهبري په لاس کې واخلي.

د ښاغلي دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج
د ښاغلي دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج

ته‎ینج زیاته کړه:

"د معاون صاحب ورتګ د کندز په څېر د فاجعو مخنیوی و. یقیناً که معاون صاحب دا اقدامات نه‌وی کړی، نو طالبانو له دوو کلونو راهیسې د فاریاب سقوط ته خپلې هڅې متمرکزې کړې وې."

یو شمېر کارپوهان بیا د افغانستان شرایط حساس بولي او وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال په پوځي برخه کې لازمې زده‎کړې نه‌لري چې وکړای شي حالات کابو کړي.

خو پوځي کارپوه حي‌ګل سلیمان‌خېل بیا د جګړې په ډګر کې د ښاغلي دوستم تجربو ته په کتو سپارښتنه کوي چې د نوموړي له دې وړتیاوو څخه باید د هېواد په نورو برخو کې ګټه واخیستل شي.

ښاغلي سلیمان‌خېل زیاته کړه:

"زه وایم، ولسمشر نه‌یوازې دا چې جنرال دوستم په شمال کې مصروفه وساتي، بلکې نورو ولایتونو کې هم باید په جنګي مسایلو کې ورنه استفاده وشي."

پوځي کارپوه حي‌ګل سلیمان‌خېل
پوځي کارپوه حي‌ګل سلیمان‌خېل

د جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج وايي، ښاغلي دوستم په وار-وار چمتووالی ښودلی چې که اړتیا وي نو کولای شي د کندز او هلمند په څېر ولایتونو ته هم له وسله‎والو سره د مقابلې لپاره ورشي.

خو دا چې ښاغلی دوستم به دا ځل په فاریاب کې د وسله‎والو مخالفینو په ځپلو کې څومره برلاسی وي دا به وخت روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG