د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

نیویارک کې د افغاني‌الاصله امریکایي "رحمي" محاکمه پیلېږي


په پام کې ده چې د نیویارک ښار منهاټن چلسي سیمه کې په بمي چاودنو د تورن افغاني‎الاصله امریکایي ۲۸ کلن احمد خان رحمي لومړۍ محاکمه نن پیل شي.

رحمي د چلسي د چاودنې او د نیو جرسي په یوه سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یو مرکز کې د دوو غبرګو حملو په تنظیمولو تورن پېژندل شوی دی.

رحمي به د خپلې استوګنې د اصلي ښار نیو جرسي له یوه روغتونه چې دی په‎کې بستر دی، د وېډیو کنفرانس له لارې د محاکمې په بهیر کې ګډون وکړي.

نوموړی د سېپټمبر د اولسمې له چاودنې دوه ورځې وروسته د سېپټمبر په نولسمه هغه مهال سخت ټپي شو چې له پولیسو سره‌یې نښته وکړه او تر اوسه د نیو جرسي په الیزابت روغتون کې تر علاج لاندې دی.

د احمد خان رحمي لومړنۍ محاکمه نن په سیمه‌یيز وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي او په بل پړاو کې به د منهاټن په فدرالي محکمه کې حاضر شي چې وخت‌یې تر اوسه نه‌دی ټاکل شوی.

احمد خان رحمي د ګڼ تخریب د وسلو د کارولو په ګډون د ترورېزم په اړوندو تورونو محاکمه کېږي.

ایالتي څارنوالانو نوموړی د یوه پولیس افسر د عمدي قتل په پنځو او د غیر قانوني وسلې د لرلو په دوو مواردو تورن کړی دی.

په هغه نښته کې چې په نتیجه کې یې دی ونیول شو، دوه پولیس افسران ټپیان شول.

رحمي چې نیول کېده نو په لاس لیکل شوې یوه رساله هم ورسره وه چې د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن او د دې شبکې یو بل فعال په امریکا کې زېږېدلی انور الاولاکي په‎کې ستایل شوي وو.

امریکايي څارنوالان وايي چې د چلسي په چاودنه کې د یوه بریتانوي وګړي په ګډون ټول ۳۱ کسان ټپیان شوي دي.

په نورو ټپیانو کې هغه ډرېور چې د چاودنې له کبله پر ځمکه ولوېد او بېسده شو او یوه مېرمن چې د بم چرو یې بدن سوری سوری کړ، هم شامل دي.

پولیسو د چلسي له چاودنې وروسته په سیمه کې یو بل بم هم وموند او په الیزابت ښار کې د رحمي په کور کې نورې چاودېدونکې وسیلې هم په لاس ورغلې.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره «FBI» په دې باور ده چې رحمي له کومې افراطي ډلې سره اړیکې نه‌درلودلې او هر څه‌یې په یوازې ځان کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، احمد خان رحمي چې نیو جرسي کې یې د سرو کړو چرګانو د خرڅلاو په کورني رسټورانټ کې کار کاوه په وار-وار افغانستان ته سفرونه کړي دي او په پاکستان کې یې هم تقریباً یو کال وخت تېر کړی چې بیا یې هلته واده هم شوی او مېرمن‌یې امیدواره شوې ده.

که پر نوموړي لګېدلي تورونه ثابت شي نو دا امکان شته چې خپل پاتې ټول عمر په بند کې تېر کړي.

XS
SM
MD
LG