د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

پاکستان کې درې طالب مشران د "ISI" له لوري ونیول شول


پاکستاني رسنۍ وایي، د دغه هېواد استخباراتو د طالبانو درې مشران غړي نیولي دي.

رپوټونه وایي چې د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو دغه درې تنه لوړ پوړي غړي د پاکستان د استخباراتو له خوا د بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.

د طالبانو سرچینې هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې بلوچستان کې د طالبانو د دغو درېیو لوړ پوړو غړیو نیول تائیدوي وایي؛ دغه درې تنه په وروستیو درېیو میاشتو کې په جلاجلا ډول نیول شوي دي.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې نیول شويو کسانو د طالبانو له نوي مشر هبت الله اخندزاده سره ښې اړيکې نه درلودې او په وروستیو کې یې د یوه مشر په توګه د ده صلاحیتونه تر پوښتنې لاندې راوستل.

د پاکستان د اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان استخباراتو په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د همکارۍ په هدف هغه شمېر طالبان نیولي چې د دغې پروسې مخالف وو.

د طالبانو غړي د سلیمان اغا، مولوي صمد ثاني او مولوي احمد الله مشهور په ملا ناني په نومونو چې په بلوچستان کې د پاکستان استخباراتو نیولي دي، پیژندل شوي دي.

د طالبانو سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ملا سلیمان چې د زابل ولایت دی او د طالبانو د رژیم په وخت کې د دایکندي کې والي و، د اګسټ د میاشتې پای کې د کوټې د اسحق آباد په ښار کې نیول شوي دي.

ملامنصور
ملامنصور

مولوي صمد ثاني چې په اوس وخت کې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون مسؤل دی او د کوټې د بای پاس په مشرقي سیمه کې یې مدرسه درلوده،

په افغانستان کې پر امریکایي پوهنتون د طالبانو تر برید دوه ورځې وروسته ونیول شو او مدرسه یې وتړل شوه.

دغه راز، د سرچینو په خبره، په ملا ناني مشهور، مولوي احمدالله چې د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملاعمر له نېږدې کسانو څخه بلل کېږي، تېره شنبې د کوټې د اسحق اباد په سیمه کې ونیول شو.

که څه هم چې د پاکستان ورځپاڼو د دغو درېیو تنو د نیولو خبر خپور کړی دی خو اسلام آباد لا هم رسماً په دې باب څه نه دي ویلي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ نه کولو په خاطر د افغان چارواکو تر انتقادونو لاندې راغی.

پاکستان تل له هغو وسله والو ډلو څخه د ملاتړ تور ردوي چې د دوی په خاوره کې ځای په ځای شوي دي او په افغانستان کې بریدونه کوي.

که څه هم د پاکستان رسنۍ د دوی خاوره کې د طالب مشرانو نیونه د افغان سولې بهیر کې د اسلام آباد د همکارۍ یو بل، مخ پر وړاندې ګام بولي، خو د طالبانو سرچینې وایي:

د دغه اقدام هدف د طالبانو د نوي مشر هبت الله اخندزاده مشرۍ ته د توان بخښل دي چې په بلوچستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د بریدونو له امله د ملا منصور له وژلو وروسته یې د دغې ډلې مشري په غاړه واخېسته.

د طالبانو د سرچینو په حواله، د پاکستان استخباراتو د کراچۍ د ښار په بلدیه ټاون کې د طالبانو د مطبوعاتي برخې د مسؤل ملا امیرخان متقي پر کور هم برید کړی خو دی په کور کې نه وو او په کوم نامعلوم ځای کې پټ شوی دی.

د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د پاکستان په کوربه توب په وشوې خو د ملاعمر د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته په ټپه ودرېدې.

وروسته له دې چې ملامنصور د طالبانو د مشر په توګه اعلان شو، له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین تر منځ څلور اړخېزې ناستې وشوې.

پنځه ځلې د همدې څلورو هېوادونو استازي سره کیناستل، پاکستان چې د افغانستان د سولې د پروسې یو غړی دی، ژمنه یې وکړه څو طالبان د خبرو میز ته د کیناستو لپاره تیار کړي. هغه ژمنه چې تر نن پورې نه ده عملي شوې.

XS
SM
MD
LG