د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

د ترکمنستان پېژندل شوي شاعر «نور مرادوف» ساه ورکړه


د ترکمنستان یو پېژندل شوي شاعر «شېرعلي نورمرادوف» په جلا وطنۍ کې ساه ورکړه.

نورمرادوف د ترکمنستان د واکمنانو له سیاسي مخالفانو و چې د خپلو سیاسي نظریاتو او لیکنو له امله له خپله وطنه تیښتې ته اړ شوی و.

نورمرادوف په سویډن کې اوسېده او د مرګ په وخت ۷۱ کلن و.

هغه د ترکمنستان پر چارواکو د شعر په ژبه انتقادونه کول او له دې امله د نویمې میلادي لسیزې په پیل کې څو وارې زندان ته هم اچول شوی و.

شېرعلي نورمرادوف په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په مسکو کې د ترکمنستان د حکومت په غوښتنه ونیول شو خو روسیې د ترکمنستان دولت ته د هغه له تسلیمولو ډډه وکړه.

تردې پېښې وروسته، هغه اول پولند او بیا سویډن ته تېښته وکړه.

نورمرادوف په سویډن کې سیاسي پناه اخیستې وه.

هغه په ستاکهلم کې د «پن کلب» په نوم د لیکوالو د ټولنې غړی هم و او د ترکمنستان د مستبدو واکمنانو پرضد د شعرونو لیکلو ته یې دوام ورکړی و.

ترکمن شاعر شېرعلي نومرادوف ته د داسې لیکوال لقب ورکړ شوی و چې د ترکمنستان چارواکي یې په غوسه کول.

په ترکمنستان کې د نورمرادوف پر شعرونو بندیز دی و او خلک یې د لوستلو، اروېدلو یا شریکولو اجازه نه لري.

هغه له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و.

نورمرادوف د سې شنبې په شپه د سویډن دمرکز ستاکهلم په یوه دولتي روغتون کې بستر شو او یوه ورځ وروسته یې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG