د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

پاکستان له نړیوالي انزوا تر خپلمنځي اختلافاتو


یو شمېر افغان سناتوران او د چارو کارپوهان وایي، په پاکستان کې دننه د وسله‌والو ډلو فعالیت او نړیوالې انزوا د دغه هېواد د چارواکو تر منځ هم اختلافات راپیدا کړي دي.

دوی وایي، دغه هېواد نور نه‌شي کولای په خپل دوه‌ګوني سیاست او له ترورېزم څخه پر ملاتړ پرده واچوي.

راپورونه وایي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف په دغه هېواد کې د وسله‌والو پر وړاندې د پوځي اقداماتو پر کموالي اندېښنه څرګنده کړې او لامل‌یې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره د دغو ډلو تړاو بللی دی.

افغان سناتور فیصل سمیع دا مسئله له ترورېستي ډلو د پاکستان د ملاتړ ښکاره ثبوت یادوي.

هغه زیاته کړه:

"په وروستیو کې په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د موجودیت په اړه ډېر زیات اسناد هم د افغانستان له دولت، هم له نړیوالو استخاباراتو او ملګرو ملتونو او دغه‌راز معتبره بنسټونو سره شته چې نور نو پاکستان نه‌شي کولای پر خپلو ناوړه کړنو پرده واچوي."

دا راپور نامتو پاکستاني خبریال «سیرل المېدا» د اکټوبر په شپږمه په خپله مقاله کې د یو لړ سرچینو په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ورکړی دی.

المېدا د یادو معلوماتو تر خپرېدو وروسته پاکستان ممنوع‌الخروج اعلان کړ.
المېدا د یادو معلوماتو تر خپرېدو وروسته پاکستان ممنوع‌الخروج اعلان کړ.

ښاغلي المېدا لیکلي، صدراعظم نواز شریف پوځي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې هېواد یې له جدي نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.

دغه پاکستانی خبریال وایي چې د همدې مقالې د خپرولو له امله له هېواده ممنوع‌الخروج شوی و.

د پاکستان صدراعظم دفتر که څه هم دا اختلافات رد کړل، خو له دې وړاندې د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت تر منځ په وار وار ستونزې راپيدا شوي دي.

اخوا په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات او سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، د پاکستان ملکي حکومت د نړیوالې انزوا له وېرې هڅه کوي څو د «ای. اس. ای» د مشر رضوان اختر ګوښه کېدو ته چې د ده په خبره له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي، لاره برابره کړي.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

هغه زیاته کړه:

"هغو ډلو چې پاکستان‌یې ملاتړ کوي، لېوالتیا درلوده څو راحیل شریف تقاعد وکړي او د استخباراتو مشر رضوان اختر لوی درستیز شي، خو نواز شریف د راحیل شریف پر بیا مقررۍ ټینګار وکړ چې هغه له تروریزم سره مقابله کوي، دې کار وښودله چې رضوان اختر ګواکې یو ډول له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري."

د پاکستان پوځ په ځانګړي توګه استخباراتي اداره په افغانستان او سیمه کې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنه ده.

دغې مسئلې ان د پاکستان د نېږدې متحد امریکا حکومت اړ کړ څو له اسلام‌اباد سره خپلې کلنۍ مرستې محدودې کړي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG