د ننګرهار د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، لا هم د دوی په سیمو کې د دولت وسلهوال مخالفين له خلکو نه عشر ټولوي.
مدني فعال او د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله وايي، له ډېر وخت راهیسې د دوی په سیمه کې چې کله هم کروندې حاصل ته نېږدې شي په سیمه کې ترې د دولت وسلهوال مخالفين عشر ټولوي.
نوموړی وايي، اوس د عشر اخیستلو بڼه هم بدله شوې ده پخوا به یوازې د ځمکې حاصل اخیستل کېده اوس د هر کور پر سر د هغه د ځمکې په اندازه په عشر کې پیسې ترې اخلي:
"مخکي به دوی د ځمکو په سر به کله چې فصل رسېده بیا دوی به په عشر کې ترې خپله برخه ټولوله، خو اوس د کورونو او د جایداد پر سر که هلته څوک اوسېږي او که نهاوسېږي هغه کروندګر ته وايي چې ته دې مالک ته ووایه دومره پیسې راوړه او د ځمکې په اندازه په عشر کې ترې پیسې اخلي."
د حصارک ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې غړی ابوالحسن وايي، په حصارک کې هم خلک له همدې ستونزې سره مخ دي.
دی وايي، ولسونه کمزوري دي په دې اړه غږ نهشي پورته کولای او که هر څوک د دولت وسلهوالو مخالفينو له کړنو څخه شکایت یا سرغړونه وکړي نو په صحرايي محکمو کې ورته سزا ټاکل کېږي.
ښاغلی ابوالحسن وايي:
"ولس مجبوره دی ځکه ولس غږ نهشي پورته کولای که غږ يي پورته کړ هغوی د طالبانو عکس العمل سره مخ کېږي، بیا هلته صحرايي محکمې دي او هغوی ته سزا ټاکي."
بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، تر اوسه دا ستونزه چا ورسره رسمي نهده شریکه کړې، خو د هغه په خبره اکثره وخت د دولت وسلهوال مخالفين خلک په یوه او بله بهانه ځوروي.
ښاغلی خوګیانی وايي:
"دا موضوع موږ سره چا رسمي نهده شریکه کړې، خو وسلهوال مخالفین تل په یوه او بله بهانه ولسونه ځوروي له هغوی پیسې اخلي او بیا په ترهګریزو بریدونو کې له هغو پیسو څخه کار اخلي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دولت د وسلهوالو مخالفينو نظر هم له ځانه سره ولرو خو هغوی سره په اړیکې ټینګولو بريالي نشوو.
کتونکي وايي، له یوې خوا د ناامنیو له امله د خلکو حاصلات سمه لاسته راوړنه نهکوي له بلېخوا بیا د عشر په نوم د پیسو یا حاصلاتو ټولول د کروندګرو ملامتوي.
راپور: شاه محمود شینواری