د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

نیویارک ټایمز: افغانستان د هیلې او ویرې ترمنځ


نیویارک ټایمز:

د امریکا بلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا د « افغانستان د هیلې او ویرې ترمنځ» د کتاب د لیکوالې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

پاولا برونستین د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته بیا-بیا افغانستان ته تللې ده.

دا چې هر ځل افغانستان ته ولاړه شي هلته عکسونه اخلي.

پاولا وایي، په افغانستان کې د ښځینه فوټو ژورنالېستې حضور یو نااشنا کار دی.

دا لیکي:

د کلتوري او مذهبي بندیزونو ترڅنګ امنیت بل ګواښ دی، خو دا وایي، د دې سربېره مې د خپل ژوند تر ټولو نادره عکسونه په افغانستان کې اخېستي دي.

په افغانستان کې شیعه په داسې حال کې د محرم د لسمې ویر کوي چې حکومت په کابل کې د دوی پر غونډو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

سټارز این سټرایپس ورځپانه لیکي:

اکثر شیعه هزاره دي چې طالبانو او داعش بیا بیا د دوی پر جوماتونو او غونډو بریدونه کړې دي.

ورځپاڼه په دې ترڅ کې د جولای په میاشت کې د هزارو پر لاریون، په کابل کې، ځان‎وژونکي برید ته اشاره کوي چې په‎کې لږترلږه اتیا تنه ووژل شول او تر دوه سوه ډېر ټپیان شول.

د دې حملې مسؤلیت داعش ومانه. سټارز اینډ سټرایپس په ۲۰۱۱میلادي کال کې په کابل کې د شیعه پر یوه زیارت بله حمله هم یاده کړې ده چې لږترلږه ۵۴ تنه په‎کې ووژل شول.

ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د محرم په درشل کې د کابل ښار یو تصویر انځور کړی دی چې هر لور ته تورې خیمې ولاړې دي، خلکو ته مفته خواړه او چای ورکوي. پر ګڼو کورونو او دوکانونو تور بیرغونه او پر ځینو شنه بېرغونه رپیږي.

پر کابل د طالبانو په پنځه کلنې واکمنۍ کې د محرم ماتم تر ډېره بند و، خو له کله چې د طالبانو رژیم نسکوره شوی دی، شیعه د محرم ماتم د ښار په کوڅو او واټونو کې کوي.

د کابل د ګارنزیون مشر جنرال ګل نبي احمدزی وایي، مؤثق راپورونه یې ترلاسه کړې دي چې د عاشورا پر ماتم کوونکو به حملې وشي، جنرال احمدزي پر شیعه و غږ کړی دی چې تر وسه وسه د سترو غونډو له جوړېدو ډډه وکړي.

خو سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې ته د محمد حسین په نوم د کابل یوه اوسیدونکي وویل، هېڅوک موږ د عاشورا له ماتمه نه‎شي ګرځولی او که موږ په دې لاره کې شهیدان هم شو دا به مو سمه لاره انتخاب کړې وي.

XS
SM
MD
LG