د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

مدنیت: د کندز جنګ او د خلکو تباهي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې تر ډېره امنیتي مسائلو ته اشاره کړې او د جګړې پر شدت او مدیریت یې لیکنې خپرې کړي دي.

مدنیت:

مدنیت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د کندز جنګ او د خلکو تباهي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې کندز کې جنګ سخت شوی،خلک ډېر زیانمن شوي او زرګونه کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره کندز کی باید جنګ پای ته ورسېږي او څومره ژر چې امکان لري د خلکو غوښتنو او اړتیا وو ته رسیدګی وشي.

ورځپاڼې همدا راز ویلي چې د کندز ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړو زور اخېستی او د خلکو سختې اندیښنې یې را پارولي دي.

سرمقاله لیکونکي فراه،هلمند،ارزګان او ځینو نورو ولایتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ژمی را روان دی او که په دې ولایتونو کې وضعیت ښه هم شي نو بیا به هم خلک په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د کندز له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د ولسمشر غني پرونۍ لیدنې ته یو مطلب ځانګړی کړی.

په دې مطلب کې راغلي چې په کندز کې امنیت، مسؤلیت او مشارکت حتمی دی.

په مطلب کې د قومي مشرانو له قوله ویل شوي چې د کندز ولایت د مسؤلینو په برخه کی دې د مکافاتو او مجازاتو اصل هرو مرو تطبیق شي.

د مطلب لیکوال ویلي، د کندز قومي مخورو له ولسمشر غني نه غوښتي چې هغه کسان دې باید مجازات شي چې په خپلو کارونو کې یې بې غوري کړې او لکه څنګه لازمه ده پر وخت یې اقدامات نه دی کړی.

په مطلب کې ویل شوي چې ولسمشر غني هم له دوی سره په دې برخه کې د لازمو اقداماتو د کولو ژمنه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په یو مطلب کې روانو جګړو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ناسم مدیریت او غیر مسؤله وسله‎وال د جګړې د ډیروالي مهم علتونه دي.

په دې اړه اړه مطلب کې راغلي چې په لازم ډول د جګړې مدیریت نه‎کېږي او په یو شمېر ولایتونو لکه زابل،ارزګان او داسې نورو کې غیر مسؤله وسله‎وال شته او خلکو ته یی ډیرې ستونزې جوړې کړي دي.

د مطلب لیکوال د ځینو مدني فعالیتونو شکایتونه هم خپاره کړي او هغوی ویلي که حکومت د جګړې مدیریت او د غیر مسؤلو وسله‎والو مخنیوي ته لازم تدابیر ونه نیسی وضعیت به نور هم خراب شي.

په مطلب کې راغلي چې د جګړې مدیریت ډېر مهم دی او که دې مسئلې ته جدي پام ونه‎شي نو ښایي چې ځینې نورې سیمی هم د وسله‎والو مخالفانو لاس ته ورشي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG