د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

غني: د مسلمانانو ترمنځ یووالی باید نور هم پیاوړی شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه کسان چې د مسلمانانو تر منځ بېل والی رامنځ ته کوي باید پر وړاندې یې د رد ځواب ورکړل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه کسان چې مسلمانان سره جنګوي او له یو بل څخه یي بېلوی هغوی د مسلمانانو دښمنان دی او په دې برخه کې باید په ګډه سره کار وشي تر څو د مسلمانانو تر منځ یوالی لا پیاوړي شي.

دغه خبره د ولسمشر فرهنګې سلاکار استاد اسدالله غضنفر د حضرت محمد "ص" او اهل بیت د ژوند او کارنامو په مناسبت په څلورم سمینار کې چې د دوشنبې په ورځ اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړ شوی و د ولسمشر غني له پیغام څخه وکړه.

اسدالله غضنفر
اسدالله غضنفر

هغه زیاته کړه:

"هغه کسان چې د مسلمانانو په منځ کې تفرقه اچوي او د مسلمانانو په منځ کې اختلافات راپیداکوي،هغوی ته باید د رد ځواب ورکړي، د مسلمانانو دښمنان هغه کسان دی چې، مسلمانان سره جنګوي،له دغو غنډو باید موږ استفاده وکړو چې د مسلمانانو تر منځ وحدت لا پیاوړي شي."

د ولسمشر په پیغام کې دغه شان راغلی و چې ټول مسلمانان باید یوالي ته لا زیاته پاملرنه وکړي ترڅو په یوه ارمه فضا کې ژوند تېر کړي.

په ورته وخت کې د اهل تشیع د علمانو شورا وايي، دوی له ټولو هغه کسانو نه چې غواړي د محرم ورځ ولمانځي غوښتنه کوي چې نورو خلکو ته مزاحمت ونه کړي.

د یادې شورا یو مسؤل محمد حسین محقق په غونډه کې یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې وویل، دوی له خلکو غواړي چې د عاشورا په ورځ د وینو تویلو پر ځای هغه خلکو ته وینه ورکړي چې د هېواد د دفاع په خاطر ټپیان شوی او یا هم هغه خلک چې د وینې اخیستلو توان نه لري ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ هېله کوو چې په دې ورځو په ځانکړي ډول د عاشورا په ورځ هغه کسان چې دغه ورځ لمانځي باید هڅه وکړي تر څو د نوور ژوند وژغورې، بې وزلو سره مرسته وکړي، او ټپیانو شویو ته وینه وکړي او مراسم هم باید په داسې ډول تر سره شي چې خلکو ته مزاحمت او لاری هم بندی نه شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د علمانو د سر تا سری شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم غونډې ته په خپله وینا کې د مسلمانانو پر یوالي ټینګار وکړ او ویې ویل موږ هغه وخت بریالی کېږو چې په اسلام کې خپل منځي تعصابات له مینځه یوسو.
ښاغلي کشاف همدا راز وویل چې له حضرت امام حسین سره یوازی اهل تشیع نه بلکې ټول مسلمانان مینه لري.

دیني عالمان وايي، د یوشپېتم قمري کال په همدې شپو ورځو کې د یزید ځواکونو د اسلام د پیغمبر"ص" لمسي حضرت امام حسین او د کورنۍ غړي یي شهیدان کړل او له دې وروسته اوس هر کال دغه ورځي د نړۍ د مسلمانانو لخوا په خیراتونو او قربانیو او په ځانکړي ډول د شیعه مذهبو لخوا په پراخو مراسمو سره لمانځل کېږي.

راپور:ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG