د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

حیات: طالبانو لښکرګاه کې د پولیسو کوم ماموریت نه دی نیولی


د هلمند والي حیات الله حیات​هغه راپورونه ردوي چې ویل کېږي وسله‎والو طالبانو په لښکرګاه کې د پولیسو یو ماموریت نیولی.

حیات الله حیات شېبه مخکې په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زه د وسله‎والو طالبانو دا ادعا په کلکه رودوم، زه په همدغه سېمه کې یم، په خواشینۍ سره چې وسله‎وال طالبان غلت تبلیغات کوي."

ښاغلي حیات وویل چې دا مهال له ښاره لرې په یو شمېر سېمو کې له وسله‎والو طالبانو سره جګړه روانه ده.

خو وسله‎وال طالبان وایي چې دوی د مرکز لښکرګاه اړوند ښارته نېږدې ۱۱ پوستې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG