بلخ د افغانستان له هغه ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې پهکې ښځې هم د نارینهوو په شان د نفقې د پیدا کولو په هدف سړکونو ته راوځي.
د یولمرب درې لاره هغه سیمه ده چې پهکې هر ګهیځ وختي څو تنه مېرمنې راغونډېږي او د کار پیدا کولو انتظار باسي.
دا ښځې چې تر ټولو ډېره عمر لرونکي یې ۴۵ کلنه ده، سهار ۵ بجې د یولمرب په درې لارې راټولېږي او بیا د یوې ورځې لپاره د کار خاوندانو لهخوا د ۱۰۰ یا ۱۲۰ افغانيو په بدل کې په کار ګومارل کېږي.
رویا یو له همدې کارګرو مېرمنو څخه ده چې هره ورځ دې سیمې ته د کار پیدا کولو په خاطر راځي، خو ډېر کم وخت چانس ورسره یاري کوي څو کار ورته پیدا شي.
رویا وايي، په کورنۍ کې یې بد اقتصادي وضعیت او خاوند تهیې د کار د زمینې نهشتون نوموړې له دې برخلیک سره مخ کړې.
رویا زیاته کړه:
"د کار کولو لپاره دلته راغلې یم، کله کار وي او کله هم نهپیدا کېږي. خاوند مې هم کارګر دی، خو کار ورته نهپیدا کېږي، له همدې امله مجبوره یم چې سړک ته د کار پیدا کولو لپاره راووځم."
دا ښځې اکثراً په باغونو کې په کار ګومارل کېږي او ډېر وخت شنه راټولوي او ونې اصلاح کوي.
فتانه یوه بله کارګره مېرمنه ده چې ۳۵ کاله عمر لري او څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د ورځني کارګر په توګه د مزارشریف ښار په یوه مزرعه کې په کار بوخته ده.
دې ازادي راډیو ته داسې وویل:
"دلته راغلې یم چې نعنا ټوله کړم، کله هم شنه رېبم او د بېنډۍ پر وخت بېنډۍ ټولوو، اوس د باغونو ونې اصلاح کوو."
دا ښځې چې له ډېر مشقت او خورا حوصلهمندۍ سره سهار تر ماښامه په مزرعو کې کار کوي، خو بیا هم د کار د صاحبانو لهخوا یې په وړاندې نا مناسب چلند ترسره کېږي او د هغوی له کاره رضایت نهلري.
په مزرعو کې کارګرې ښځې وايي چې ټوله ورځ شاقه کارونه کوي او د ورځې په پای کې د ټول زحمت او خستګۍ په بدل کې ۱۲۰ افغانۍ ورکول کېږي چې هېڅ درد تهیې هم پرې دارو نهکېږي.
په یوه مزرعه کې کارګره ښځهیې په اړه وايي:
"د ګهیځ له ۶ بجو چې دلته راشم بیا د مازیګر تر ۵ بجو په کار بوخته یم، ډېره ستړې کېږم او اوس مې ورته وویل چې باید رخصت راکړي، دلته کار دومره سخت دی چې د مور شېدې له ستونې بېرته باسي."
دا په داسې حال کې ده چې اکثراً دا ښځې شکایت کوي د دوی په وړاندې ټولنه کې نا سالمه چلند موجود دی او دا چې دوی له کور باندې سړکونو ته د کار کولو په خاطر راووځي خلک ورته د حقارت په سترګه ګوري.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی