د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د امریکايي ځواکونو پر فعالیت د افغان مدني ټولنو فډرېشن انتقاد


د افغانسان د مدني ټولنو فډرېشن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۱۵ کلن ماموریت له تېروتنو ډک وباله او په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو پر فعالیتونو سخت انتقاد کوي.

د دغه فد ریشن رئیس صدیق الله انصاري، د جنګ شدت،د نا امنیو له امله د خلکو بد وضعیت او حتی بهرنیو هېوادونو ته د یوشمېر افغانانو تېښته په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت پایلې بولي.

انصاري ټینګار کوي که چېرې امریکا په افغانستان کې د خپلو اهدافو په لټه کې نه وای نو اوس به افغانان له دومره جدي ستونزو او نا خوالو سره مخ نه وای.

هغه زیاته کړه:

"موږ او تاسو د اقتصاد او پرمختګ اوسنی وضعیت په ښه توګه وینو،امنیتي حالت مو د سترګو په وړاندې دی، افغانان نور د فقر او وژنو تحمل نه لري،په نړېوالې ټولنې غږ کوو چې وايي، موږ تریلونونه ډالر د افغانانو سره د مرستې په نوم استولي، موږ ته مو هیڅ هم نه دي رالېږلي، موږ د امنیت او اقتصاد له پلوه په فقر کې ساتل شوي يو."

پنځلس کاله وړاندې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې القاعده شبکې او وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په هدف افغانستان ته راغلل.

د مدني ټولنو فډریشن وایي چې لاهم القاعده څه نا څه فعالیت لري او وسله وال طالبان ډېر پیاوړي شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو د فډرېشن غړي په کندز، هلمند او فراه کې د جنګ شدت او وژنې او په يو شمېر نورو سیمو کې د داعش جنګالیو موجودیت په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت نتیجه ګڼي.

د دغه فډرېشن غړي د امریکا سره په خوا کې افغان حکومت هم د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې ناکام بولي.

دغه بنسټ په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا پر فعالیتونو انتقاد کوي چې په کابل کې د دغه سفارت ویاند يوه ورځ وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې په افغانستان کې د امریکایانو د حضور له کبله وضعیت ترپخوا ډېر ښه شوی دی.

په عین حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا رول د پام وړ وو.

هغه زیاته کړه:

"امریکا او نورو نړېوالو متحدینو یې په مختلفو برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاري کړې، په بنسټيزه برخه کې،د مېرمنو د پرمختګ په برخه کې، روغتیا، بیا رغونې او د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې همکار پاتې شوي، يو اړخ ته د تروریستي ډلو ننګونې موجودې دي او بل اړخ ته د بهرنیو هېوادونو لاس وهنې دي،ستونزې موجودې دي، خو د دغو ستونزو څخه د وتو لپاره ګټور او موثر پلانونه لري."

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېش چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې مدني فعالیتونه پیل کړي وايي،هدف يې په افغانستان کې د خلکو د حقونو څخه دفاع او ملاتړ دی.

دغه بنسټ لوږه،بېوزلي او له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې عوامل نا امني ګڼي.

خو يو شمېر نور مدني فعالان بیا په افغانستان کې د امریکا رول، د پوهنې او ښځو د پیاوړتیا او اقتصاد په ښه والي کې ګټور ګڼي.

مدني فعاله لیا جواد غضنفر وايي،د افغان ځواکونو په خوا کې د امریکايي ځواکونو موجودیت و چې دوی د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د دسیسو په وړاندې ودرېدل، اقتصاد کې ښه والی راغلی او په دی هېواد کې د جنګي مجرمینو لاسونه لنډ شوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG