د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

۱۵ کاله وړاندې امریکا په همدې ورځ پر افغانستان حمله کړې وه


ازادي راډیو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف دمداخلې پنځلس کاله پوره کېږي په یوه رپوټ کې ددغه هېواد د دریو لویو ښارونو داوسېدونکو نظرونه راخیستي دي.

امریکا پنځلس کاله پخوا او په دغه هېواد باندې دسپتمبر تر تروریستي بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ کال داکتوبر په اومه په افغانستان باندې هوايي بریدونه پیل کړل.

په نتیجه کې یې د طالبانو رژیم نسکور او په افغانستان د بیارغونې پراخې هلې ځلې پیل شوې.

افغانستان په تېرو پنځلسو کلونو کې دښځو دحقوقو په برخه کې څرګندې لاس ته راوړنې لري، په میلیونو کوچنیان ښوونځیو ته ولاړل او خپلواکې رسنۍ ګڼې شوي دي،خو دملیارډونو ډالرو په لګښت سره سره افغانستان بیاهم دنړۍ یو ډېر بې وزله او نارامه هېواد ګڼل کېږي.

​په افغانستان کې اداري فساد، دمخدرو موادو قاچاق او نا امني نړیوالو ته اندېښنه پیدا کړې ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دامریکا جنګ شپاړسم کال ته داخلېږي موږ دافغانستان ددرېیو لویو ښارونو خلک پوښتلي چې دتېرو کلونو پېښو ددوی پر ژوند څه ډول تاثیر کړی.

رویا محبوب په هرات کې د یوې تخنیکي کمپنۍمشره ده، د طالبانو د واک دپ رځېدو په وخت کې یې عمر دولس کاله وو او له خپلې کورنۍ سره په ایران کې اوسېده.

په ایران کې افغان کډ‌واله وه نو ځکه یې ددغه هېواد په ښوونځیو کې دشمولیت حق نه درلوده.

کومپیوټر او انټرنټ ته يې لاس نه رسېده او د تکنالوژۍ لپاره خپله تنده یې د کومپیوټر د هارډویر کتابونو په لوستلو ماتوله.

هغه وايي:

"د افغانستان دنوي نسل د ملیونو نو کسانو ژوند بدل شو، موږ کومه هیله او راتلونکې نه درلوده، کله چې افغانستان ته ستنه شوم ډېر چانسونه مې بیاموندل، زما په څېر ډیرو نجونو او هلکانو ددغو چانسونو څخه په استفاده خپل ژوند ، دخپلې کورنۍ ژوند او دهغوی راتلونکې بدله کړه."

مېرمن محبوب اوس د افغان سیتیدال سروسز په نامه په هرات کې د ای. ټی کمپنۍ لري.

هغه په افغانستان کې د ګوتو په شمار هغو ښځو څخه یوه ده چې خپلې کمپنۍ لري او نورو ته يي د کارزمینې برابرې کړي دي.

ټایم مجلې مېرمن محبوب په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د سلو مؤثرو او اغیزناکو کسانو په لست کې شامله کړې وه.

هغه وايي:

"ژوند سخت دی، جنګ اوس هم دوام لري، که چېرې افغانان وپوښتئ هغوی دخپلې راتلونکې په هکله ډاډمن نه دي خو هیله من دي."

محمد اسحق په کابل کې د افغانستان دمعلولینو د یوې اتحاديې مشر دی، دغه نا دولتي موسسه دتېرو څلورو لسیزو لسګونو معیوبینو سره مرستې کوي.

محمد اسحق وايي چې زما او نورو اقتصادي وضعیت د طالبانو د دوران په نسبت یو څه ښه شوی دی، د کرزي د حکومت په دوران کې وضعیت ښه وو خو اوس یې خونده نشته:

"اوس کاروبار هم دومره نشته، کام پرستي هرې خواته زیاته شوې ده، څوک بهرته ځي او څوک هم خپل مال اوجایداد پلوري ځکه چې خلک غواړي دخپل ژوند لپاره یو با امنه او ښه ځای ته ولاړ شي ترڅو هلته ارامه ژوند ولري، نن ورځ کابل کې انفجار او انتحار دی."

خو داسحق ۲۱ کلنه لور پرند خوشبینه ده، تېرکال له پوهنتونه فارغ شوې او اوس ښوونکې ده.

د طالبانو په وخت کې ښوونځي ته دنجونو تګ او بیايې معلمي اسانه کار نه وو.

پرند چې د طالبانو په دوران کې شپږ کلنه وه یادېږي یې چې کله به یې هغه مهال هلکان لیدل چې ښوونځيو ته ځي او خپله نه شوه تلای سخته غمجنېدله.

ظاهرجان د کندهار یو بزرګر دی، دغه ولایت چې د طالبانو د تاسیس زانګو او د نفوذ سیمه ګڼل کېږي د افغانستان یوه نا کراره سیمه ده.

د کندهار له ښاره بهر د بیارغونې ډېر کم کارونه شوي دي.

د شېرسرخ د سیمې اوسېدونکی ظاهرجان وايي:

"ما په خپل ژوند کې کوم پرمختګ نه دی لیدلی، امنیت نشته، هیڅ کوم ښه والی،نه دی رامینځ ته سوی."

ظاهرجان چې د میاشتي ۵۰۰۰ افغانۍ تنخواه لري او له خپلې مېرمنې او شپږو بچیانو سره په یو خامه کور کې اوسي چې یوه برخه يې په جنګونو کې نړېدلې وايي د جوړولو لپاره یې پیسی نه لري.

په داسې حال کې چې اکثر کندهاریان د جنګ او بې وزلې په سیورې اوسي یو شمېر ځواکمنو کسانو د بهرنیو قراردادونو له لارې غټې پیسې پیدا کړي دي.

ظاهرجان وايي:

"سره له دې چې د طالبانو په وخت کې دومره کارو بار او پرمختګ نه وو خو ژوند ښه وو، اداري فساد نه وو او امنیت ښه وو."

ظاهرجان راتلونکې ته دومره خوشبینه نه دی او وايي:

"حکومت کې دننه اختلافات دي، مشران یوبل سره چندان همکاري نه لري، افغانستان به زما په ژوند کې جوړ نه شي."

XS
SM
MD
LG