د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د نوبل د سولې جايزه د کولمبيا ولسمشر ته ورکول کېږي


د کولمبيا ولسمشر «خوان مانويل سانتوس»
د کولمبيا ولسمشر «خوان مانويل سانتوس»

د نوبل نارويژۍ کمېټې اعلان وکړ چې د کولمبيا ولسمشر «خوان مانويل سانتوس» د ٢٠١٦میلادي کال د نوبل د سولې جايزې ګټونکى دى.

د هغه د ټاکل کېدو يو دليل دا ښوول شوى چې په خپل هېواد کې يې د نيمې پېړۍ کورنۍ جګړې د پاي ته رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

د نوبل د نارويژي کمېټې مشرې «کاسي کولمن فايف »د جمعې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې وويل چې ولسمشر سانتوسد سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

د سولې د جايزې لپاره د کولمبيا د ولسمشر خوان مانويل سانتوس د ټاکل کېدو يو دليل په دغه هېواد کې د ۵۲ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هغه هوډ او هڅې ګڼل شوي دي.

هغه جګړه چې په ١٩٦٢میلادي کال کې پيل شوې وه د دوه لکه ٢٠زره کسانو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده او له کبله يې په مليونونو نور کسان بېځايه شول.

د نوبل نارويژي کمېټې مشرې کاسي کولمن فايف په اوسلو کې د دې جايزې د اعلان پر مهال وويل:

"ولسمشر خوان مانويل سانتوس ته د دې جايزې په ورکولو سره، د نوبل نارويژي کمېټه تمه لري ټول هغه کسان چې په کولمبيا کې د سولې د ټينګښت، پخلاينې او عدالت لپاره کار کوي، وهڅوي، ولسمشر په خپله څرګنده کړې چې تر وروستۍ کاري ورځې پورې به د سولې لپاره کار ته ادامه ورکوي، د نوبل کمېټه هيله منه ده د سولې دغه جايزه به ده ته په دې لار کې د بريا لپاره لا ځواک په برخه کړي."

د کولمبيا ولسمشر «خوان مانويل سانتوس» که له يوې خوا د نوبل د سولې جايزه وګټله، خو په خپل هېواد کې ونه توانېد په هغه ټولپوښتنه کې چې تېره شنبه وشوه بريا ترلاسه کړي.

په دې ټولپوښتنه کې ګډونوالو د ولسمشر له خوا د سولې پېشنهاد رد کړ.

د کولمبيا ولسمشر ته به د نهه لکه او دېرش زره ډالرو په ارزښت د نوبل د سولې دغه جايزه د دوشنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG