د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د دارالامان ماڼۍ د رغولو چارې به څومره وخت ونیسي؟


د کابل دارالامان ماڼۍ چې په افغانستان کې د وروستیو لسیزو د خونړیو جګړو له امله د رسېدلي زیان سمبول بلل کېږي، د بیا رغونې لپاره د تیارېدو په حال کې ده.

چارواکي وايي، د دارالامان ماڼۍ رغېدل به د افغانستان د ویجاړۍ تصویر د دې هېواد د بیارغونې او ابادۍ پر تصویر بدل کړي او دا تاریخي ځاي به بلاخره د افغانستان د سمسورتیا پرنښه بدل شي.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې د دې تاریخي ماڼۍ د بیا رغونې لپاره تیاري اعلانوي چې د دې هېواد تاریخ څېړونکي وايي، دا ماڼۍ د دې لپاره جوړه شوې وه چې د راتلونکو نسلونو لپاره میراث پاتې شي.

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی او تاریخ پوه حبیب الله رفیع وايي، د ماڼۍ په بنسټ کې داسې نښې ایښودل شوې وې چې د راتلونکو ولسونو لپاره د افغانستان تاریخي میراث وګڼل شي.

استاد حبیب الله رفیع
استاد حبیب الله رفیع

حبیب الله رفیع زیاته کړه:

"علیحضرت امان الله خان د دې ماڼۍ په تهداب کې یولیک او د زرو څو سکې ايښې وې، په خط کې لیکل شوي وو چې زه امان الله، د امیر حبیب الله خان زوی، دلته ما د حکومت مشري کوله او دا ماڼۍ جوړوم، هدف دا و چې ښايي څو زره کاله وروسته، که انسانان د دې ماڼۍ په اړه څېړنې کوي، دا سند به مرسته ورسره وکړي او د ماڼۍ په تاریخ به یې وپوهوي، خو هغه نه وخبر چې دا ماڼۍ به ډېر لنډ وخت کې په کنډواله بدله شي."

د دارالامان ماڼۍ په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د افغانستان د پاچا امان الله خان د واکمنۍ پرمهال، د اروپايي ماڼيو په سټایل جوړه شوه، خو د کورنیو جګړو له امله په کنډواله بدله شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په پسرلي کې د دې ځای د بیارغونې اعلان وکړ او له هغه راهیسې د ماڼۍ شاوخوا سروې او د انجینرانو څېړنې روانې دي.

دارالامان ماڼۍ
دارالامان ماڼۍ

خو دا چې د دارالامان ماڼۍ به د افغانستان د سمسورتیا پر سمبول بدله شي، ښايي ډېر وخت ونیسي ځکه د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم له وسله والو طالبانو سره په شدیده جګړه کې ښکېل دي، له بله لوري په کابل ښار کې وخت ناوخت انتحاري حملې کېږي او د افغانستان اقتصادي وضعیت د دارالامان ماڼۍ په څېرې ټوټې – ټوټې دی.

د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر ویلي، حکومت هیله لري چې د دارالامان ماڼۍ به چې د پارلمان نوې ودانۍ ته نږدې ده، د سیلانیانو لپاره په زړه پوري ځای وي او ترڅنګ به یې د دولتي تشکیلاتو نوې سیمه جوړه شي.

خو د دارالامان ماڼۍ تر بیا رغول کېدو زیات واټن لري.

د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر رویټرز ته ویلي چې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې په پروژه کې د کار لپاره لږترلږه ۱۰۰ تنو نویو فارغانوته دندې سپارل شوې او د تخنیکي انجنیرانو لږترلږه شل فیصده ښځې دي.

په افغانستان غوندې داسې هېواد کې چې د ښځو لپاره د کارموندل ستونزمنه مسئله ده، د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې په پروژه کې، د ځوانو او مسلکي ښځو کار د حکومت دا هڅه څرګندوي چې غواړي ځوانانوته موقع ورکړي.

ساختماني انجنیرې صوفیا روشان چې ۲۴ کلنه او د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې لپاره په تیاري لګیا ده، رویټرز ته ویلي چې د داسې تاریخي ځای د رغولو تجربه بدیل نه لري.

د دارالامان مانۍ د تخنیکي انجنیرانو لږترلږه شل فیصده ښځې دي.
د دارالامان مانۍ د تخنیکي انجنیرانو لږترلږه شل فیصده ښځې دي.

صوفیا روشان د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کړې او له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دارالامان په ساحه کې کار کوي.

دې ځوانې انجینیرې ویلي:

"په دې پروژه کې د کار کولو موقع دوې ګټې لري، لومړی دا چې په یوه تاریخي ځای کې د کار کولو زمینه راته برابره شوې او دوهم دا چې خپل نظر له نورو سره شریکولائ شم ځکه دلته نور هم ځوانان په کار لګیا دي."

د دارالامان ماڼۍ نقشه جرمني او فرانسوي انجنیرانو جوړه کړې او دبنسټ ډبره یې په ۱۳۰۴ هجري لمریز کال کې ايښودل شوې وه.

دا ماڼۍ د چهلستون د غرونو په ډبرو جوړه شوې او ویل کېږي چې هغه مهال به د کابل د ښوونځیو ۶۰۰ زده کونکو به هره ورځ د کارګرو او ۲۰ انجنیرانو د مسلکي لارښوودونکو په توګه کار پکې کاوه.

د دې ماڼۍ پر رغولو ښايي ۲۰ میلیونه ډالر مصرف شي.

د افغانستان حکومت غواړي چې د دې تاریخي ماڼۍ د بیا رغونې پروژه بهرنیو کمپنیو ته ورکړي.

د افغانستان د ښاري بیارغونې وزیر ویلي، د هغو هېوادونو مشورو ته به وګوري چې ورته تجربه او د جګړې له امله د ویجاړو شوو تاریخي ځایونو د بیارغونې په کار کې مهارت لري.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی او تاریخ پوه حبیب الله رفیع وايي، پاچا امان الله خان هیله درلوده چې د دې ماڼۍ له جوړولو سره به داسې ښکلی ښار جوړ شي چې بهرنیانو ته به د افغانستان ښکلې څېره څرګنده کړي.

حبیب الله رفیع زیاته کړه:

"کله چې استقلال ترلاسه شو، پاچا امان الله خان غوښتل چې د نورې دنیا څخه څوک راځي، افغانستان په شکل وویني، د دې لپاره علیحضرت د دارلامان د نوي ښار او په هغه کې د دولتي ماڼۍ د جوړولو کار پیل کړ، د دارالامان ماڼۍ د دې لپاره جوړه شوې وه چې پارلمان او شورا او نور دولتي تشکیلات پکې ځای پرځای او منسجم شي."

دا چې د دارالامان ماڼۍ د رغولو کار به څومره وخت ونیسي، نه ده څرګنده شوې.

دا به هم د انجنیرانو تر سروې وروسته څرګنده شي چې ماڼۍ ته دقیقاُ څومره زیان رسېدلی، څومره کار ته اړتیا لري، څرنګه او له کومه ځایه باید د ماڼۍ د رغولو چارې پيل شي؟

د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې چارې
د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې چارې

خو په دې ځای کې یوې ځوانې انجنیرې سونیا علي زاده رویټرز ته ویلي:

"موږ یوه ډله نجونې په خوشالي او له انرژۍ سره پردې پروژه کار کوو او هره ورځ په خپل هېواد کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په تمه کار ته راځو."

XS
SM
MD
LG