د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

افغانمل: د زابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه


د زابل والي وايي، ددغه ولایت مرکز کلات نه نږدې د کابل – کندهار لویه لار چې نن د وسله والو طالبانو لخوا تړل شوې وه بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

بسم الله افغانمل ازادي راډیو ته وویل چې نن جمعه تر غرمې مخکې وسله والو طالبانو دکابل – کندهار پر لویه لار د زابل مرکز کلات ته نږدې د نورک په حسن خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان حمله وکړه او د څو ساعتونو لپاره یې دغه لار د ترافیکو پر مخ وتړل.

د والي په خبره په سیمه کي د امنیتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته اوس دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

هغه زیاته کړه:

"نن چې دوی کومه لار بنده کړې وه او ستونزه یې جوړه کړې وه شکر الحمدالله د امنیتي ځواکونو لخوا دغه ستونزه حل شوه اوس لاره خلاصه شوه."

د زابل چارواکي د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان په دغه حمله کې د تېلو د یوه ټانګر د ویجاړېدو او یوه موټر چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي.

دوی وايي، په عملیاتو کې یو شمېر وسله والو طالبانو ته هم تلفات رسېدلي، خو دقق ارقام يې نه دي معلوم.

په ورته وخت کې د زابل والي خبر ورکوي چې وسله وال طالبان تر ارزګان او هلمند وروسته پر زابل د حملې پلان لري خو امنیتي ځواکونو يي د مخنوي لپاره پوره چمتوالی لري.

د والي په وینا د کشفي ادارو لخوا داسې معلومات تر لاسه شوي چې وسله والو ددې ولایت د یو شمېر سیمو لپاره پراخ تشکیلات کړي.

د زابل والي غوښتنه کوي چې مرکز دي د امنیتي سرتېرو د تجهیز په برخه کې ورسره همکاري وکړي، ترڅو دغه ولایت د روزګان او هلمند ولایتونو له برخلیک سره مخ نشي.

د دولت وسله والو مخالفینو د کابل – کندهار پر لویه لار د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د حملې مسؤلیت منلی او ددغه ځواکونو د زیات شمېر موټرونو د ویجاړېدو او دیو شمېر سرتېرو د مرګ ژوبلي ادعا کوي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG