د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

غفوري: د جوزجان "جرقدوق"جګړه کې د طالبانو ۲ قوماندان وژل شوي


د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت د «جرقدوق» بازار په نننۍ جګړه کې د جندالله او انصاري په نوم د وسله والو طالبانو د دو قوماندانانو په ګډون ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات چې نن سهار د جرقدوق بازار د بېرته نیولو په هدف پیل شوي و پرمهال یې لس وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

هغه زیاته کړه:

"امنیتي ځواکونو هغه سیمې چې په شاتګ یې ترې کړی و، بیرته په بریالیتوب سره نیولي دي، دښمن تښتېدلی، امنیتي ځواکونه خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او د عملیاتو ترپایه به دښمن تردې هم زیات تلفات واوړي."

نوموړي زیاته کړه چې یاده جګړه اوس هم دوام لري.

بلخوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډيو ته وویل چې په یاده جګړه کې د دوی وسله والو دوه ټانکه تخریب کړي او ۹ افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

مجاهد په دغه جګړه کې د خپل یوه وسله وال وژل کېدل تایید کړي.

له جوزجان ولایت په داسې حال کې د جګړې راپور ورکول کېږي چې د تېرو څو ورځو راپه دې خوا د هېواد په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG