يو شمېر افغان کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وايي، د افغانستان، امریکا او هند د اړیکو نېږدې کېدو پاکستان اړ کړ چې په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي او د افغانستان سره د مرستو ژمنه اعلان کړي.
دوی وايي، د افغانانو لویه غوښتنه له پاکستانه دا ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونهکړي او له هغې نااعلان شوې جګړې چې مرکز يې په پاکستان دی ډډه وکړي.
د چارو شنونکي انتظار خادم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان دغه اقدام به د سیمې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ځانګړی اغېز ونهکړي خو ښايي د يو شمېر عامو افغانانو په ذهنیت یو څه تأثیر ولري.
ښاغلي خادم زیاته کړه:
"د سیمې په حالاتو کې راتلونکو پنځو شپږو میاشتو او يا هم یو کال پورې خاص تغییر نهشي رامنځته کولای ولې يوه څه کېدای شي افغانستان د پاکستان په وړاندې او د افغانستان د خلکو کوم ذهنیت چې د پاکستان په وړاندې بدلون موندلی په هغه کې یو څه نرموالی راولي."
دا په داسې حال کې ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان څه موده وړاندې ویلي و چې پاکستان د خپلو پالېسيو له امله په سيمه کې يوازې شوی دی نو بايد په خپلو پالېسیو کې بدلون راولي.
د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د بروکسل کنفرانس ته چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شو د وینا پر مهال د افغان سولې بهیر او په افغانستان کې د تلپاتي ثبات لپاره پر سیاسي خبرو ټینګار وکړ او دا یې غوره لار وبلله.
خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی بیا په دې باور دی چې پاکستان په خپلې بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې پاتې راغلی او غواړي په دې ډول حرکاتو سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور ترلاسه کړي.
ښاغلی ستانکزی وايي:
"پاکستان غواړي په دې ډول حرکاتو سره يو ډول خپله پښېماني د مناسباتو په تړاو په ظریفې ډيپلوماسۍ سره څرګند کړي، خو د پاکستان نه د افغانانو لویه غوښتنه دا ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونهکړي او د نااعلان شوې جګړې چې مرکز یې په پاکستان کې دی، ډډه وکړي."
شنونکي وايي، دا چې پاکستان به دا ځل په خپلو کړو ژمنو څومره عمل وکړي دا به وخت ثابت کړي خو په تېرو ۱۵ کلونو کې ثابته شوې چې پاکستان د افغانستان سره په همکارۍ کې تر ډېره صادق نهدی.
د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان د دې لپاره چې په دې برخه کې د نورو ګاونډيو هېوادونو نه شاته پاتې نهشي له افغانستان سره د مرستې ژمنه اعلان کړه.
ښاغلی احمدزی زیاتوي:
"موږ او تاسو د دوی پرېشانۍ هم ګورو او دلته د منطقې سیاست هم فرق کړی دی، نو په دې لحاظ هم پاکستان ولیدل چې د دوی ټولو همسایهګانو له افغانستان سره مرستې وکړې او تليې کړي دي نو دوی هم وغوښتل چې په دغه قطار کې ځان ودروي."
د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته تر هغې خړې، پړې شوې چې پاکستان د افغانستان د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې پر خپلې دې ژمنې عمل ونهکړ چې وسلهوال طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي.
افغانستان چې اوسمهالیې هم په ګڼو ولایتونو کې د جګړې اور بل دی ویل کېږي چې له وسلهوالو مخالفینو یې د پاکستان لهخوا ملاتړ کېږي، خو دا هغه څه دي چې پاکستانیې تل ردوي.
خو ولیدل شي چې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د پاکستان د مرستې ژمنه تر کومه دغه اړیکې جوړولی شي.