د هلمند لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزه کې د وسلهوالو او افغان ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
وسلهوالو د نادعلي او مارجې ولسوالۍ عمومي لارې نیولي دي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چي د جنګ لومړې کرښې ته تللی دی وايي، وسلهوال هڅه کوي د درېیمې حوزې د لارې د هلمند سیند څنډو ته ځان ورسوي، خو افغان کومانډو او پولیسيې په وړاندې مقاومت کوي.
د لښکرګاه په لوېدیځ کې د جګړې د اوږدېدو سره خلکو کورونه خالي کړي دي.
د سیمې خلک وايي، که جګړه داسې اوږده شي د لوږې او قحطۍ سره به مخامخ شي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې اورو: