شوکت عزیز شوکت د جنوبي وزیرستان د واڼه د ستر پنډغولي سیمې اوسېدونکی دی چې په دې وروستیو کې يې پر ډېرو خنډونو سربېره د هنر میدان "موسیقۍ" ته مخه کړې او تر دې دمهیې ځو البمونه د موسیقۍ مینهوالو، په ځانګړې توګه خپلو سیمهییزو مینهوالو ته وړاندې کړي دي.
ښاغلی شوکت د سندرغاړۍ ترڅنګ شاعر او لیکوال هم دی او تر دې دمهیې یوه شعري ټولګه او یوه د لنډو کیسو ټولګه "ژبغړن انځور" هم چاپ شوي دي.
شوکت عزیز له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نوموړی په خپلې سیمې "واڼه" کې لومړنی سندرغاړی دی چې د موسیقۍ ډګر ته راوتی او هنر ته خدمت کوي.
شوکت عزیږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له موسیقۍ سرهیې له پخوا مینه وه یا بل لامل و، وايي:
"که څه هم له موسیقۍ سره مې له پخوا مینه وه او دې ډګر ته مې د راتلو هیله درلوده، خو دا هیله مې هله په اړتیا بدله شوه چې په [جنوبي وزیرستان] کې موسیقي تري تم شوه او ماحول خراب شو، نو په سیمه کې مې د موسیقۍ او هنر د ژوندي ساتلو لپاره دې ډګر ته د راتلو اراده وکړه."
ښاغلی شوکت په وزیرستان کې د ترهګرۍ له روانې لړۍ سر ټکوي او وایي:
"کله چې به ۲۰۰۴ میلادي کال کې زموږ په سیمه کې ترهګري پیل شوه، نو ما به په پټه په غرونو رغونو کې ملګري راغونډول او موسیقي به مو کوله، خو بیا وروسته دا لړۍ ختمه شوه، ځکه چې په سیمه کې وسلهوال زیات شول او پر موسیقۍ ان په کسټو یې بندیز ولګاوه."
شوکت عزیز که څه هم د جنوبي وزیرستان له حالاتو سر ټکوي، خو د دې ترڅنګ دې ته هم خوشبینه دی چې په نېږدې راتلونکي کې به په سیمه کې د ترهګرۍ لړۍ پای ته ورسېږي او د ځوانانو حجرې او د ټنګ ټکور مجلسونه به بیا اباد شي:
"زموږ خلک پښتانه دي او د نورې سیمو په پرتله له موسیقۍ سره ډېره مینه لري، خو وخت ته به انتظار یو، وخت به لګي. الله دې وکړي چې امن راشي او انشاءالله امن به راځي، موږ ناهیلي نهیو اوس هم خلک په غرونو ګړنګونو کې موسیقۍ غږوي، خو داسې ورځ به راځي چې هلته به غټ غټ پروګرامونه کېږي."
ښاغلی شوکت د خپلې سیمې او خلکو لپاره امن تر ټولو مهم ګڼي او ټینګار کوي چې خلکیې د ژوند د نورو اسانتیاوو سره سره امن او تعلیم ته ډېره اړتیا لري.
دی وايي:
"موږ امن ته اړتیا لرو او کوښښ کوو چې د موسیقۍ له لارې امن او د ماشومانو د تعلیم پیغام خپور کړم، ځکه چې زموږ بدبختي همدا دوه (تعلیم او امن) له منځه وړلای شی."
مرکه: ذبیح مومند