د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

بارکزی: ترینکوټ ته غځېدلې لارې لاهم تړلي


په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي وايي، اوس هم د ارزګان مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي.

یاد استازي وايي، د افغان ځواکونو د پرله‌پسې پوځي عملیاتو سره هم وسله‌وال طالبان د ترینکوټ ښار په دوه کېلومټرۍ کې فعال حضور لري.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌وال طالبان کله ناکله ترینکوټ کې پر دولتي ادارو د سپکو او درنو وسلو حملې کوي.

بارکزی وايي، د جګړې له امله ښار ته غځېدلې ټولې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوي چې ور سره د خوراکي او نورو توکو بیې هم لوړې شوي.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

هغه زیاته کړه:

"زموږ د ولایتي ادارې سره دومره توان نه‌شته چې د دغه ولایت او ولسوالیو تر منځ لارې خلاصې کړي، حکومت چې کوم تصفیوي عملیات تر سره کړي د لارو په خلاصون نه‌دي بریالي شوي."

ښاغلی بارکزی د ارزګان اوسنی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې د یاد ولایت امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

څو ورځې وړاندې د یاد ولایت نوي امنیه قوماندان ولي جان سرحدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې ډېر ژر به ارزګان ته د غځېدلو لارو خلاصولو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب دا مني چې د ارزګان د مرکز یو شمېر سیمې لا هم د وسله‌‎والو طالبانو تر ولکلې لاندې دي، خو ښاغلی نایاب وايي، د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره عملیات روان دي او افغان ځواکونو په یو شمېر سیمو کې پر مختګ هم کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"اوس هم د ارزګان ولایت یو شمېر سیمې، د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، هغه سیمې چې افغان امنیتي ځواکونو په‌کې پرمختګ کړی، د چلمګر، سوله، سفیدخار او سرچېخلي سیمې دي."

نایاب: افغان ځواکونو د ترینکوټ ځینو سیمو کې پرمختګ کړی
نایاب: افغان ځواکونو د ترینکوټ ځینو سیمو کې پرمختګ کړی

ښاغلی نایاب وايي، د ملکي کسانو د تلفاتو د مخنیوي په هدف افغان ځواکونه تصفیوي عملیات په احتیاط پر مخ وړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې وسله‌والو طالبانو له بېلابېلو خواوو پر مرکز ترینکوټ باندې وسله‌والې حملې پیل کړې چې اوس هم افغان ځواکونه له وسله‌والو سره په جګړه بوخت دي.

ارزګان چې د ډېرو کلونو راپه دې‌خوا په‌کې امنیتي وضعیت ښه وو په دې وروستیو کې په‌کې وسله‌وال طالبان فعال شوي او وخت ناوخته پر افغان ځواکونو حملې کوي.

خو افغان چارواکي وايي، وسله‌والو ته به اجازه ورنه‌کړي چې ښار ته ننوځي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG