د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۵۰

تمیم: کابل کې به د سوند او خوراکي موادو بیې کنټرول کړو


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولان وايي چې د کابل په بازارنو کې به د سوند او خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

د دغه وزارت د ګازو او نفتي موادو رئیس ولي تمیم نن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې هدف تېره اووني تفاهم وشو چې د نفتي موادو تصدي مارکیټ کې ونډه ولري.

نوموړی کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د بروکسل له کنفرانس وروسته به د خوراکي او سوند توکو بیې را ټیټې شي.

دا په داسې حال ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل ښار کې د یو کیلو ګاز بیه له ۴۵ افغانیو نه ۷۵ افغانیو ته پورته شوې ده.

XS
SM
MD
LG