د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره وایي چې په تېر یو نیم کال کې یې د ۸۳ شرکتونو نومونه تور لېست ته داخل کړي دي.
دا اداره وايي چې د ۸۳ شرکتونو مسؤلین یې په قرادادونو کې د سرغړونې له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.
د دغې ادارې مشر یما یاري د دوشنبې په ورځ کابل کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د یادو شرکتونو د ضمانت له پیسو یې ۱۶۵ میلیونه افغانۍ هم ضبط کړي دي.
ښاغلي یاري زیاته کړه:
"تر نن ورځې چې موږ او تاسو سره ناست یو؛ ۸۳ شرکتونه چې جعل یې کړې وه او د تداروکاتو پروسې ته یې ناسم اسناد وړاندې کړي وو، نومونه یې د شرکتونو په تور لېست کې راغلي دي، دوی به یو ټاکلي مودې پورې په تدارکاتي چارو کې ګډون نهشي کولای."
د افغانستان د ملي تدارکاتو د ادارې مسؤلان دغه شان په تېرو دوو کلونو کې د تدارکاتو په قانون کې تعدیلات، له ملي شورا نه د هغې تصویب او د ولسمشر لهخوا یې توشیح خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي.
د یادې ادارې مسؤلان د نورو لاسته راوړنو تر څنګ دا هم وايي چې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو کابو ۲۰۰۰ تړونونه د همدې ادارې لهخوا ارزول شوي او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته د لازمو پرېکړو لپاره لېږدول شوي دي.
خو په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې افغاني شبکې بیا اندیښنه ښيي چې لا هم د امنیتي بنسټونو په قرادادونو کې فساد موجود دی.
د دغې شبکې ویاند شکرالله مشکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"فساد یوازې په قراردادونو کې د رشوت مسئله نهده بلکې د کارونو ځنډولو مسئله د لومړیتوبونو په نظر کې نه نیولو مسئله دا ټول هغه مسائل دي چې په فساد کې راځي."
ښاغلي مشکور وايي، که څه هم د تداراکاتي چارو د سمون لپاره دا مهال یوه کمېسیون کار کوي خو په دې برخه کې باید د یوه هر اړخېز سیسټم د رامنځته کېدو په هدف جدي ګامونه پورته شي.
راپور: سباوون کاکړ