جوزجان کې د شبرغان د طبیعي ګازو له پراخو زېرمو څخه د برېښنا د تولید تړون د دوشنبې په ورځ د اوبو او برېښنا وزارت او د بیات پاور کمپنۍ تر منځ په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو.
د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې بیات پاور کمپنۍ به په درې پړاوونو کې له ګازو د ۱۹۲ مېګا واټه برېښنا د تولید پروژه بشپړه کړي.
د ښاغلي عثماني په خبره د افغانستان اقتصادي عالي شورا اوس یوازې د لومړي پړاوو چې د ۵۰ مېګا واټه برېښنا د تولید پروژه ده منظوره کړې ده.
ښاغلي عثماني زیاته کړه:
"د افغانستان اقتصادي عالي شورا د دغې پروژې لومړی فاز تائید کړی دی، په درېیو میاشتو کې دوی باید له ګازو د برېښنا د تولید لپاره پرمختللې ټکنالوژي معرفي کړي او په دې برخه کې د چاپېریال موضوع ته هم پام وکړي."
له ګازو نه د برېښنا د تولید پر پروژې د بیات پاور کمپنۍ ۲۵۲ میلیونه ډالره پانګونه کوي خو اوس افغان حکومت یوازې د لومړي پړاو د عملي کېدو قرارداد لاسلیک کړ.
د بیات پاور کمپنۍ په داسې حال کې له ګازو د برېښنا د تولید پر پروژې پانګونه کوي چې تر دې وړاندې د ۷۷ په نوم ترکي کمپنۍ هم د کجکي بند د دوهم فاز پر جوړېدو د ۲۰۰ میلیونو ډالرو او د الکوزي ګروپ د سروبي د برېښنا د دوهم بند پر جوړېدو د ۳۰۰ میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
په ورته وخت کې د انرژۍ برخې یو شمېر کارپوهان بیا وايي، که څه هم افغاني کمپنۍ د ظرفیت له اړخه مشکل لري خو دا چې دوی د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته حاضرېږي دا په خپله د ځان بسیاینې پر لور خورا مثبت ګام دی.
د انرژۍ د برخې کارپوه ډاکټر فاروق اعظم وايي:
"زه فکر نهکوم چې دې کار کې ډېر مشکلات وي د مشکلاتو خبره یوازې دا ده چې ایا په قرارداد کې به فساد نهوي شوی نور نو داخلي کمپنیو سره قرارداد یو ښه اقدام دی."
د ښاغلي اعظم په خبره که حکومت کورنیو او بهرنیو کمپنیو ته د انرژۍ سکټور او په نورو برخو کې د پانګونې لپاره لا نوره مناسبه زمینه برابره کړي، لېرې به نهوي چې د نړۍ ډېرې مشهورې کمپنۍ هم په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس