د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د یکشنبې په ورځ په یوې سترې رابلل شوې غونډه کې خپله استعفا اعلان کړه.
نوموړي وويل، ننګرهار مهم ولایت دی او هغه کارونه چې دې ولایت ته لازم و په تر سره کېدو کې پاتې راغلی او له همدې املهيې استعفا وکړه.
ښاغلي کندزي زیاته کړه:
"زه د خپلو ټولو هغو وروڼو چې له مانه په عذاب شوي وي بخښنه غواړم زه د هغه ټولو کارونو په اړه چې باید شوي وی او زهيې په کېدو نهیم توانېدلی بخښنه غواړم، ننګرهار زموږ د مشرۍ کور دی او د ننګرهار عزت زموږ عزت دی، راځئ ټول سره لاس یو کړو تر څو په ننګرهار کې د امن او سوکالۍ فضا قایمه شي او زموږ ولسونه په امن کې ژوند وکړي."
په جلالاباد کې د قالین بافۍ ټولنې مشرې شریفې احمدزۍ سلیم خان کندزی یو فعاله او په خپله ورسپارل شوي مسؤلیت کې یو بریالی والي وباله.
نوموړې وويل کندزي تل د یاد ولایت د مېرمنو ستونزې اورېدلي او هېڅکله به داسې والي ته د بېرته تګ اجازه ورنهکړي چې د هغه په مرسته د مېرمنو مشکلات حل شوي وي.
مېرمن احمدزۍ وویل:
"په دا دیارلس کلونو کې زما یوه پروژه وه د مېرمنو لپاره زه هر والي صیب ته ودرېدم چې که کوم والي کوم مشر زموږ غږ واوري، خو دې والي زموږ اواز واورېد موږ تهيې مشکلات حل کړه، نو اوس هغه مېرمنې هېڅکله دا نهغواړي چې داسې والي له لاسه ورکړو چې هغه زموږ په درد دوا کېږي."
د دې تر څنګ یو شمېر قومي مشرانو، دیني علماو او مدني فعالانو هم د والي له استعفا سره مخالفت ښکاره کړ او ترې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
خو د ننګرهار والي سلیم خان کندزي پر خپلې استعفا ټنیګار وکړ او ویېويل هغه څه چې دې ولایت ته لازم و د ځینو ستونزو له امله دی ونهتوانېد چې حليې کړي.
نوموړي وويل دلته داسې یوه چاته اړتيا ده چې هغه پوره حمایت ولري او اصلاحات راولي.
دی زیاتوي:
"ځان ملامته بولم او د ملامتيا له امله نور وجدان اجازه نهراکوي چې دلته پاتې شم، هغه تمه چې د خلکو وه، هغه تمه چې د اصلاحات راوستو په اړه وه، هغه تمه چې د مشرانو وه هغه رانه ونهشو او د هغه توقع د رسېدو لپاره ممکن حمایه به مې هم نهدرلوده نو باید زه د دې ولس لپاره د مشکل باعث نهشم زه دې نهیم دا ولایت دې اباد وي، زه دې نهیم دا خاوره دې اباده وي زه دې نهیم دا ولس دې ارامه وي."
سلیم خان کندزي داسې مهال له خپلې دندې استعفا ورکړه چې دوه اوونۍ وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ځينو استازو، قومي مخورو او د ولایتي شورا ځينو غړو له والي نه د استعفا غوښتنه کړې وه او د خپل حق غوښتنې په غبرګون کې د ولایتي شورا دروازې هم تړلې وې.
له دې وړاندې د ننګرهار پخواني والي عطاالله لودین هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه هغه په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړې وه چې په دې ولایت کې د زورواکانو مداخلې زياتې او د والي صلاحیت کم دی.
راپور: شاه محمود شینواری