د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د اسرائیلو پخواني صدراعظم شیمون پرز مړی خاورو ته وسپارل شو


د اسرائیلي سیاستوال شیمون پرز مړی نن د هغو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو چې د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو ګډون په‎کې کړی و.

شیمون پرز د چهارشنبې په ورځ د دماغي سکتې له کبله د ۹۳ کالو په عمر وفات شو.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی پرز چې د اسرائیلو د ولسمشر او صدراعظم په توګه یې دندې ترسره کړي په بیت المقدس کې د مونټ هیرزل په نوم د اسرائیلو په ملي هدیره کې ښخ شو.

د هغه د جنازې په مراسمو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس، د بریتانیا ولیعهد شهزاده چارلز او د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادو مشرانو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې فلسطیني مشر محمود عباس او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په لاس روغبړ وکړ.

ولسمشر اوباما په خپله وینا کې وویل، په دې مراسمو کې د عباس ګډون د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د نیمګړو خبرو د بشپړولو اړتیا په ډاګه کوي او د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلېنټن پرز د بشریت یو باتدبیره اتل و.

XS
SM
MD
LG