د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

کندز چارواکي: د اقتاش ولسوالۍ د نیولو په هدف عملیات روان دي


په کندز ولایت کې د ملي اردو د پامير د شلمې فرقې چارواکي وايي چې له دوه ورځو راهیسې د کندز د نوې منظور شوي اقتاش ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ګډو ځواکونو د ۱۷م تندر په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي او لا هم په سیمه کې جریان لري.

نوموړي ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه عملیاتو په پایله کې تر اوسه پورې ۲۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

ښاغلی موسوي زیاتوي چې په وژل شويو طالبانو کې یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي
د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي

دی وايي:

"د دغه عملیاتو په جریان کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي دي او په وژل شویو کسانو کې مولوي احمدشاه، مولوي عبدالحی، مولوي فیض‎الله او مولوي نجیب شامل دي."

نوموړی وايي، دغه عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، څو چې دغه نوې تشکیل شوې ولسوالۍ د طالبانو له شتونه نه وي پاکه شوې.

په ورته وخت کې کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ م سپين‎زر زون د جنايي تحقیقاتو رئیس احمدجان بیا وايي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د جنت باغ، باسوس، د عین‎الله تپه او د لرخابیو کلی د طالبانو له موجودیته تصفیه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیات کې د وسله‎والو طالبانو یو شمېر پوځي وسایط هم له‎منځه تللي دي.

احمدجان زیاتوي:

"عملیات ډېر ښه روان دي او زموږ ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او خلک هم ډېر خوشحاله دي چې د دوی سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه شي."

په همدې حال کې د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي له دولته غواړي څو د دوی سیمې ډېر ژر د طالبانو له شتونه تصفیه کړي چې بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو راستانه شي.

د دغې ولسوالۍ د باسوس کلي یو تن اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ خوشحاله یو چې دولت راشي، څو زموږ سړک او پُل څوک خراب نه کړي او موږ په خپله سیمه کې امنیت غواړو."

د یادونې وړ ده چې د اقتاش سیمه له دې وړاندې د کندز ولایت د خان‎اباد ولسوالۍ اړوند سیمه وه او له یوکال راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده، خو دغه سیمې هغه مهال ولسوالۍ شوه چې تېر کال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا کندز ته درې نوې ولسوالۍ منظور شوي، لکه اقتاش، کلبات او ګل تېپه او د دغو ولسوالیو په منظورېدو سره د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو شمېر ۹ ولسوالیو ته پورته شو.

خو تر اوسه پورې وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.

اجمل آرین-کندز

XS
SM
MD
LG