د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حاجي یوسف په نوم د حقاني شبکې د یو ګروپ د قوماندان په ګډون ۱۰ وسلهوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې پهدې ورځ له غرمې وروسته د حقاني شبکې وسلهوالو د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر کسانو ډله ییز برید وکړ چې په متقابل برید کې د حقاني شبکې وسلهوالو ته یاده مرګ ور واوښته.
عبدالرحمن منګل زیاتوي، د برید سره جوخت د جګړې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه ور ورسېدل او په جګړه کې ۱۰ وسلهوال ووژل شول او ۱۲ کسان ټپیان شول.
د ده په وینا چې د وژل شوېو وسلهوالو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
عبدالرحمن منګل زیاته کړه:
"د میدان ښار مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر کسانو باندې په ډله ییزه توګه برید وکړ چې د دې تر څنګ وسلهوالو طالبانو د مري خېلو کلیو د عامو خلکو په ځورونې باندې هم لاس پورې کړ چې د دې عمل په مقابل کې د یادې سیمې عام وګړي د حقاني شبکې پر وړاندې په مسلحانه ډول ودرېدل او د خپل ناموس او خاورې څخه يې دفاع وکړه."
د میدان وردګو د والي ویاند زیاتوي چې د دوی د کشفي مالوماتو له مخې په یاده سیمه کې د حقاني شبکې وسلهوالو پهدې ورځ د افغان ولسمشر او د حزب اسلامي د مشر تر منځ د سولې د هوکړهلیک پر ضد دا برید ترسره کړی دی.
عبدالرحمن منګل دا هم وویل چې پهدې جګړه کې کلیوالو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې رسنیو ته د دې جګړې په اړه څه نهدي ویلي.