د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

اوکراین کې د لوېدلې ماليزيایي الوتکې د پلټنو نتايج اعلان شول


په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په اوکراین کې د ماليزيا هوايي شرکت لوېدلې الوتکې په اړه د پلټنو نتايج نن د پلټونکي ټيم له‌خوا د قربانيانو له کورنيو سره شريک شول.

د ماليزيا د هوايي شرکت د لوېدلې الوتکې قربانيانو خپلوان د ګډو پلټنو له ټيم سره تر ليدو وروسته وايي، «اېم، اېچ ۱۷» د روسي جوړ «بک» الوتکې ضد توغندي په وسيله په اوکراین کې د روسي پلوه جلا غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمه کې ويشتل شوې وه.

«اېم، اېچ ۱۷» د ۲۰۱۴ میلادي کال د جولای په ۱۷مه نېټه هغه مهال وويشتل شوه چې له امستردام څخه کواللمپور ته روانه وه. په الوتکه کې سپاره ټول ۲۹۸ مسافر او عمله ووژل شول.

د هالنډ د خوندیتوب بورډ یوه مخکني راپور ويلي وو چې «اېم، اېچ ۱۷» الوتکه په اوکراین کې د جلا غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمه کې په «بک» توغندي ويشتل شوې وه.

مسکو جلا غوښتونکو ته د داسې وسلو ورکولو خبرې او د «اېم، اېچ ۱۷» په ويشتل کېدو کې د لاس درلودو تورونه ردوي.

د روسيې دفاع وزارت په مسکو کې د سېپټمبر په ۲۶مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د پلټونکو ګډ ټيم سمې خوا ته نه‌دی روان.

مسکو ادعا کوي چې له راداره اخيستل شويو شواهدو له مخې «اېم، اېچ ۱۷» د اوکرايني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې څخه ويشتل شوې وه.

دا ادعا د مسکو له مخکنۍ ادعا سره په ټکر کې ده چې ويل‌يې د رادار شواهد لري چې «اېم، اېچ ۱۷» د اوکراين د هوايي ځواک د یوې جنګي الوتکې له‌خوا ويشتل شوې وه.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای مياشت کې روسيې په ملګرو ملتونو کې د ويټو حق وکاراوه چې د هغه قانون مخه ونيسي چې د «اېم، اېچ ۱۷» د ويشتل کېدو لپاره دې نړیواله محکمه جوړه شي. روسيې وويل چې دا اقدام به کوم اغېز ونه‌لري.

د پلټونکو ګډ ټيم له بریتانيا مېشتې غير دولتي ادارې بلېن کېټ سره يوځای په دې اړه کار کوي.

بلېن کېټ د پلټونکو ګډ ټيم ته داسې اسناد ورکړي او په‎کې ۱۰۰ روسي پوځي پرسونل پېژندل شوي دي چې ښايي په دې پېښه کې لاس ولري.

هالنډ کې څېړونکي وايي چې د پلټونکو ګډ ټيم ښايي د ځانګړو مشکوکو کسانو نومونه ياد نه‌کړي.

هالنډ کې څېړونکي وايي چې د پلټونکو ګډ ټيم ښايي د ځانګړو مشکوکو کسانو نومونه ياد نه‌کړي.
هالنډ کې څېړونکي وايي چې د پلټونکو ګډ ټيم ښايي د ځانګړو مشکوکو کسانو نومونه ياد نه‌کړي.

د پلټونکو په ګډ ټيم کې له دې غمیزې د اغېزمنو شويو هېوادونو استازي شامل دي.

دغه هېوادونه هالنډ، اسټراليا، ماليزيا او بلجيم دي چې له اوکراين سره يوځای په دې اړه کار کوي.

د دې ټيم مقصد دا دی چې داسې شواهد تر لاسه کړي چې په دغو هېوادونو کې په جنايي قضيو کې وکارول شي.

XS
SM
MD
LG