د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ولسمشر غني د ۶ تولیدي فابریکو د بنسټ ډبرې کېښودې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د شپږو تولیدي فابریکو د بنسټ ډبرې کېښودې.

په کابل کې د خوراکي موادو، المونیمي قوطیو، مطبعې، کاغذي دستمالونو، چپسو، آش او مکروني د شپږو تولیدي فابریکو د بنسټ ډبرې په داسې حال کې کېښودل کېږي چې په دې وروستیو کې افغانان له بې‌وزلۍ او فقره سخت کړېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د دغو فابریکو د بنسټ ډبرو د کېښودو په مراسمو کې وویل چې دا اقدام به زرګونو بې‌وزلو افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.

ښاغلي غني وویل چې اوس هم افغانستان اقتصادي خپلواکي نه‌لري او د نورو هېوادونو په وارداتو متکي دی.

ښاغلي غني وویل چې اوس هم افغانستان اقتصادي خپلواکي نه‌لري
ښاغلي غني وویل چې اوس هم افغانستان اقتصادي خپلواکي نه‌لري

ولسمشر غني وايي:

"موږ له سیاسي پلوه تل له خپلې خاورې دفاع کړې، د دې خاورې عزت تل افغانانو ساتلی، خو اقتصادي خپلواکي مو نه‌درلوده او نه‌یې لرو، له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي خپلواکي ناقصه ده."

افغان ولسمشر وايي، د څلوېښت په سلو کې افغانانو ورځني عواید له سلو افغانیو راښکته دي او د هغه په خبره د بې‌وزلۍ له‎منځه وړل اقتصادي حرکت ته اړتیا لري.

دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د افغانستان د خود کفایۍ او په یو صادراتي هېواد د بدلېدو لپاره مټې بډ وهلي دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناامنیو په ډېرېدو ډېری سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه اېستلي او په نورو هېوادونو کې یې پانګونه کړې چې دې کار په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه نوره هم لوړه کړې ده.

خو الکوزی ګروپ وایي چې په دوو کلونو کې به دا شرکتونه تولیدات پیل کړي او ګڼ شمېر کسان به په‎کې په کار وګمارل شي.

د دغه ګروپ استازی خلیل‌الله حنفي ډاډ څرګندوي چې د دوی تولیدات به په نړیوالو معیارونو برابر وي او ۴۰ په سلو کې تولیدات به‌یې د افغانستان بازارونو ته وړاندې شي.

ښاغلی حنفي زیاتوي:

"موږ په پام کې لرو چې د خپلو فابریکو د تولیداتو حجم د کورنیو مارکېټونو له اړتیاوو زیات کړو، څو وتوانېږو چې یوه زیاته اندازه تولید کړي وسایل نورو هېوادونو ته صادر کړو."

په ورته وخت کې افغان ولسمشر وايي، داسې انګېرل کېږي چې حکومت د پرمختګ او ګټې مانع ګرځي خو دی وایي، د افغانستان اقتصادي عالي شورا د دا ډول ذهنیتونو د بدلون هڅه کوي.

محمد اشرف غني له ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې پانګونه وکړي ځکه چې د هغه په خبره افغانستان اوس‌مهال پانګونې ته اړتیا لري.

دی ټینګار کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هر اړخیزه همکاري به وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG