د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

پکتياوال: نړيواله ټولنه دې د نجيب مرموزې وژنې قضيه وپلټي


په پکتيا کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د شلم تلين لمانځلو په هدف غونډه وشوه.

دغه غونډه د پکتيا ولايتي شورا، قومي مخورو، ځوانانو او مدني ټولنو له لوري د ډاکټر نجيب‌الله د شلم تلين لمانځلو په خاطر جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:

"د نن ورځې دا غونډه د پکتيا ولسونو جوړه کړې، په هېڅ ګوند، ډلې ټپلې پورې اړه نه‌لري، نجيب د وطن د مشر په توګه په خلکو کې درنښت لري، که دی ژوندی وی وطن به وطن وی او افغانستان به يو موټی او لا ستر او په نړيواله او ملي کچه به ځلېده."

نوموړي د ټولو پکتياوالو په استازيتوب له نړيوالې ټولنې څخه د ډاکټر نجيب‌الله د وژل کېدو مرموزې قضيې د روښانه کولو په هدف غوښتنه وکړه او ويې‌ويل چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د وژل شوي رئيس جمهور د مرګ قضيه په نړيواله کچه وپلټي.

پکتیا کې جوړه شوې غونډه
پکتیا کې جوړه شوې غونډه

يو ځل بيا قادري زیاته کړه:

"موږ په نړيواله ټولنه غږ کوو چې د شهيد نجيب‌الله د قتل عاملين دې ملي او بين‌المللي محاکمو ته وسپاري او د هغه دا مرموزه قضيه روښانه کړي."

د غونډې اکثريت ويناوالو د ډاکټر نجيب پر شخصيت او په افغانستان کې د برنامو په پلي کېدو خبرې کولې.

دينه‌ګل غريب‌مل د غونډې يو بل ګډونوال و چې د ملي مصالحې پروګرام په اړه‌يې خلکو ته وويل:

"نن په ټوله نړۍ کې د شهيد ډاکټر نجيب‌الله د ملي روغې جوړې برنامه او فرمول له سوريې نه راواخله، له عراقه راواخله او تر نورې نړۍ په ټولو تطبيق کېږي او د ده په ابتکار دغه سوله روغه جوړه اعلان شوې، موږ به‌يې په جلسو کې کېناستو، هغه به ويل، چې ماته درې ميليارده ډالره راکړئ، زه له افغانستان نه سويس جوړوم، خو نن په افغانستان کې ۱۱۰ میليارده ډالره مصرفېږي پيل او پای يې نه‌دی معلوم."

نوموړي دا هم وويل چې که د افغانستان اوسنی حکومت اصلاحات پلي نه‌کړي له نورو ستونزو سره به هم مخ شي او د نوموړي د دې خبرو په تائيد په پکتيا کې د مېرمنو په استازيتوب ماهرې احمدزۍ وويل:

"که ځوانان غواړي چې د ده لار او اهداف تعقيب کړي، نو هغه وطن پرستي، سوله راوستل او پرته له تبعيض ژوند کول حاکميت ملي، استقلال ساتل او د قانون تطبيق کېدل دي او که هر ځوان په خپل ورځني ژوند کې دا تطبيق کړي نو د ډاکټر صاحب شهيد ارمانونه به‌يې پوره کړي وي."

د غونډې نورو ويناوالو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې په کابل کې د اريانا څلور لارې د ډاکټر نجيب‌الله په نوم کړي.

د احمدزيو قوم مشر مدير ودود وویل:

"د اريانا چوک بايد د شهيد ډاکټر نجيب‌الله په نوم شي، ځکه چې په هېواد کې د هېواد ټوټه کېدل رامنځته کېده، نو دغه ډاکټر نجيب و چې په دې چوک کې يې وينا وکړه او وطن‌يې له ټوټه کېدو وژغوره."

په دغې غونډه کې ويناوالو د دې نظام د ملاتړ او په وطن کې د اتفاق خبره کوله.

د ګردېز د قومونو په استازولۍ صوفي حبيب په خپله وينا کې وويل:

"خلک چې خپل سل کلن مړي راباسي افتخار پرې کوي او موږ او تاسې بايد په ده افتخار وکړو او تصميم ونيسو چې له کورنۍ او يا ګوند نه‌يې واقعي يو څوک رامخکې کړو او ملاتړ يې وکړو او پکتياوال سره متحد شئ، سوله موله په دې وطن کې نه‌شته سوله نه‌راځي، ته ډېورنډ غواړې، پاکستان ډیورنډ نه‌درکوي او پاکستان د تا په دې خبره تجزيه کېږي، ته چې ډیورنډ غواړې معنی دا چې پېښور غواړې بلوچستان غواړې، چې په دې کې دوی د خپلې دفاع په خاطر تا له‌منځه وړي."

په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په پکتيا کې د افغانستان د پخواني رئيس جمهور ‌ډاکټر نجيب‌الله تلين لمانځلو په هدف دومره لويه غونډه جوړېږي او په‎کې د هغه په شخصيت او برنامو خبرې کېږي، په دغې غونډه کې نېږدې ۵۰۰ کسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او خلکو برخه اخیستې وه.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG