د پاکستان صدراعظم په راتلونکو اوونیو کې د دې هېواد د پوځ د نوي مشر د ټاکلو په لړ کې له مهمو انتخابونو سره مخ دی.
نواز شریف د دې هېواد د پوځ د نوي مشرتابه د ټاکلو لپاره پر یو شمېر نومونو غور کوي.
که څه هم د پوځ اوسنی مشر جنرال راحیل شریف وايي، په راتلونکي نومبر کې بهيې وظیفه پای ته ورسېږي، خو په پاکستاني رسنیو کې داسې تبصرې دي چې ښايي جنرال راحیل شریف د خپلې دندې له پرېښودو وروسته هم ځینې صلاحیتونه ځانته وساتي.
راحیل شریف د عامو پاکستانیانو په نظر کې د جرمونو، سخت دریځۍ او فساد پر وړاندې یو دېوال ګڼل کېږي.
جنرال شریف د پاکستان حکومت د ځینو امنیتي سکټورونو او قضايي ځواک په ګډون پر ځینو مهمو برخو د پوځ کنټرول او ولکه ټینګه کړې ده.
خو د پاکستان پوځ دا ردوي چې ګواکې جنرال راحیل شریف به د خپل واک موده وغځوي.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته نېږدې سرچینو ویلي چې د پوځ اعلی قوماندانۍ د څلورو افسرانو نومونهیې نواز شریف ته استولي دي.
دغو سرچینو ویلي چې د نواز شریف له نظره د پوځ د مشرۍ لپاره تر ټولو غوره شخص ډګر جنرال جاوید اقبال رامدې دی، جنرال رامدې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له سوات څخه د پاکستاني طالبانو د اېستلو د عملیاتو مشري کوله.
درې نور افسران چې پوځيې نومونه نواز شریف ته استولي دي ډګر جنرال زبیر حیات، ډګر جنرال اشفاق ندیم احمد او ډګر جنرال قمر جاوید باجوا دی.
په اسلاماباد کې یوه لوړ رتبه چارواکي چې د نوم له یادولو يې ډډه وکړه رویترز خبري اژانس ته وویل چې جنرال رامدې د پوځ د مشرۍ لپاره هم د صدراعظم نواز شریف او هم د جنرال راحیل شریف د خوښې کس دی.
خو نه صدر اعظم او نه هم د پوځ اوسني مشر راحیل شریف دا خبره تائید کړې ده.
رویترز اژانس لیکي صدراعظم نواز شریف چې په پوره قوت سره واک ته ورسېد په ۲۰۱۴ کال کې يې قدرت وروسته تر هغې کمزوری شو چې د نوموړي د استعفا لپاره پراخې مظاهرې پیل شوې.
په همدې کال کې د پاکستان پوځ د نواز شریف د دریځ برعکس چې ویليې له طالبانو سره باید خبرې وشي، شمالي وزیرستان ته ځواکونه واستول.
د پاکستان د پوځي او سیاسي چارو کارپوه متقاعد جنرال طلعت محمود رویترز اژانس ته ویلي د جنرال راحیل د پوځي مشرتابه په دوره کې صدراعظم نواز شریف ډېر صلاحیتونه له لاسه ورکړل.
د نوموړي په خبره نواز شریف به هڅه وکړي چې له لاسه وتلي صلاحیتونه بېرته واخلي او غواړي چې د پوځ اوسنی مشرتابه بدل شي.