د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګلهدېش له لوبډلې سره دوهمه مسابقه لري.
د کرکټ بورډ لومړی مرستیال عزیز الله فضلي وايي چې ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې مسابقې ته ښه تیاری لري.
عزیز الله فضلي وايي:
"موږ ښه تیاری لرو او هیله ده چې نننۍ مسابقه به وګټو."
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ، لومړۍ مسابقه د بنګلهدېش ټیم ته وبایلله.