د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


ډیپلوماټ مجلې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکایي قوماندانانو نظر رااخیستی دی.

دغه قوماندانان وایي، سربېره پر دې چې په افغانستان کې په پوځي ډګر کې ډیرې بریاوې ترلاسه شوې دي، لا هم په دغه هېواد کې ستونزې زیاتې دي.

خپرونه د امریکایي جنرال جان نیکولسن په وینا لیکي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو دوه اساسي علتونه دي، یوه له امنیتي پوستو سره ارتباط لري او بله یوه له مشرتابه سره ارتباط لري.

جنرال نیکولسن وایي، افغان ځواکونو د شفق په نوم په عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې لرلې او په اوړي کې یې چې د جګړې موسم و، د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله او طالبانو ونه کړای شوای چې کوم مهم ځای ونیسي.

خو د دې امریکایي جنرال په وینا د افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتېدل د اندیښنې وړ خبره ده، د ده په باور که د امنیتي پوستو ستونزه هواره شي، ښایي د تلفاتو شمېر کم شي.

جنرال نیکولسن وایي، په یوه پوسته کې له ۳۰ تر ۴۰ یا ۵۰ عسکر وي چې د مخالف لورې تر دې لږ لوړه شمېره کولای شي چې دوی ته ډېره مرګ ژوبله واړوي.

د جنرال نیکولسن په نظر هر څومره چې امنیتي پوستې سره لېرې وي او د پوځیانو شمېر په‎کې لږ وي په هغه اندازه د بریدونو په وخت د دوی د مرګ ژوبلې امکانات ډېرېږي.

ډیپلوماټ مجلې د امریکایي جنرال نیکولسن دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، کله ناکله افغان چارواکي هم د محاصره شویو پوځیانو د شاتګ په برخه کې مبالغه کوي او داسې ښکاروي چې پوځیان د جګړې له ډګره تښتیدلي او خیانت یې کړی دی.

ډیپلوماټ مجلې په دې برخه کې څو مثالونه هم راوړي دي چې والیانو هغه پوځیان په ملي خیانت تورن کړي دي چې د ځانونو د ژغورنې لپاره یې هڅې کړې دي.

واشنګټن فري بېکن:

د لویدیځ یوې بلې خپرونې، واشنګټن فري بېکن هم د افغان پوځیانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

دې خپرونې په امریکا کې د افغان پوځیانو مسئله څېړلې ده او لیکي:

په دې وروستیو کې څو تنه افغان محصلان په امریکا کې تښتیدلي دي.

د خپرونې په باور په داسې وخت کې چې په امریکا کې ترورېستي بریدونه زیات شوي دي په پوځي برخه کې د افغان محصلانو له تېښتې سره دا اندیښنه زیاته شوې ده چې هسې نه دغه محصلان هم په ترورېستي بریدونو کې برخه واخلي.

واشنګټن فري بېکن خپرونه د یوه امریکایي پوځي چارواکي په وینا لیکي چې د سېپټمبر په میاشت کې ۷ افغانان چې په پوځي برخه کې د زده‎کړو لپاره امریکا ته راغلي وو، پرته له اجازې له پوځي اډې تښتیدلي دي.

خپرونه لیکي:

اوس د امریکا یوه ځانګړې ډله چې د ټولو امنیتي ادارو استازي په‎کې شته، د افغان عسکرو د ورکېدو مسئله څېړي او د هغوی د موندنې په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG