کندز کې د پامیر شلمې فرقې چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د «۱۶ تندر» په نوم تصفیوي عملیات دوام لري او د دې عملیاتو په پایله کې ۸۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي، ۶۱ تنهیې ټپیان شوي او د ۷ تنه طالبانو په شمول ۴۵ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.
نوموړي ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان تورن جنرال محمد اکرم سامح ازادي راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې د شپږ کلیو په شمول لکه قرلُقو، چیچکه، نو آباد او پُل سیفالدین سیمې د طالبانو له وجوده تصفیه شوې دي.
ښاغلي سامح زیاته کړه:
"دښمن له ماتې سره مخ شوی او جسدونهیې د جګړې په ډګر کې پاتې او د افغان ګډ ځواکونه د پُل مومن او شهروان په لور پرمخ روان دي."
نوموړی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۱۶ حلقې د سړک د غاړې مایونونه هم د ملي اردو ځواکونو لهخوا کشف او شنډ شول.
هغه وايي چې دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو یو تن سرتېرې وژل شوی او درې تنهیې هم ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملي اردو د کوماند فرقې د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امانالله مُبین بیا وايي چې دوی د کندز په یو شمېر سیمو کې همدارنګه په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلی مُبین په دې اړه وايي:
"موږ د قرلُقو او د نو آبادو سیمې د طالبانو له وجوده تصفیه کړي او عملیات د پُل مومن په لور جریان لري او د ولسوالۍ شمال لوري څخه هم زموږ تعرضونه دوام لري."
په همدې حال کې د ملي اردو د ځانګړي ځواکونو قطعې قوماندان جنرال جلال یفتلي، د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دې ولایت ټولې سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړي.
ښاغلی یفتلي زیاتوي:
"موږ د کندز خلکو سره همدارنګه د دشت ارچي ولسوالۍ بېځایه شویو خلکو سره ژمنې کړې وې چې موږ ستاسو سیمې تصفیه کوو او موږ عملاً د دشت ارچي ولسوالۍ یو شمېر لويې سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړي."
د دغو لوړپوړو پوځي چارواکو په وینا چې دغه عملیات به تر هغه وخت پورې دوام ولري، څو چې د دشت ارچي ولسوالۍ او کندز ټولې سیمې د طالبانو له شتونه نهوي تصفیه شوي.
دغه چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
د یادونې وړ ده چې د دشت ارچي ولسوالۍ د کندز مرکز شمال لوري ته موقعیت لري او د کندز د سیمهییزو چارواکو په وینا چې دغه ولسوالۍ په شمال ختیځ زون کې د وسلهوالو طالبانو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
بلخوا ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي او زیاتوي چې نیول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
راپور: اجمل ارین