د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

افغان او بنګله‎دېش کرکټ لوبډله به مېرپور کې سیالي وکړي


د افغانستان او بنګله‎دېش د کرکټ ملي ټیمونه به نن په لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه د بنګله‎دېش په میرپور ښار کې مخامخ شي.

دا مسابقه چې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي، د دواړو ټیمونو لپاره زیات اهمیت لري.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله‎دېش ټیمونه ۳ یو ورځنۍ مسابقې وکړي.

د بنګله‎دېش د ټیم روزونکي ویلي چې د لوبې لومړی ساعت د دواړو لوبډلو لپاره مهم او ټاکوونکی دی.

XS
SM
MD
LG