د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

خوست کې یو کس د قتل په جرم په اعدام محکوم شو


د شنبې په ورځ د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ ابتداییه محکمې قاضي په یوه علني محکمه کې د یادې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عقل الدین د میر غوث الدین زوی ته د قتل په تور د اعدام سزاء واوروله.

تورن کس د درېیو نورو ملګرو سره یو ځای د تېرې روژې په میاشت کې د کلي په منځ کې د درېیو کلیوالو په یو ځايي قتل متهم وو.

د محکمې د جریان په پیل کې چې د قاضي عتیق الله هودخېل په ریاست جوړه شوه، موظف څارنوال قاضي ته پر تورن کس لګېدلي تورونه او نور شواهد وړاندې کړل.

په محکمه کې د تورن کس مدافع وکیل د یاد نفر دفاعیه ولوسته.

قاضي د تورونو او شواهدو له اورېدولو او کتلو وروسته تورن کس ته د اشد مجازات یانې اعدام سزاء واوروله.

قاضي عتیق الله هودخېل د رسنیو خبریالانو ته وویل چې د قتل په موضوع کې درې نور کسان هم تورن دي چې اوس فرار دي، خو تر عدلي تعقیب لاندې دي.

قاضي عتیق الله هودخېل زیاته کړه:

"د روژې په میاشت کې د ۹۵ یم لمریز کال د سرطان په ۱۱ مه نېټه وه، څلورو کسانو هر یو عقل الدین، ولي زرخان مشهور په په مټک، میرغوث الدین او نورز الدین په ګډه درې کسان هر یو حمیدالله، جمیل او خالد الرحمن په بې رحمانه توګه صرف د لفظي شخړې به نتیجه کې په قتل رسولي وو، نن د شنبې په ورځ د خوست ولایت د علیشیرو په ابتداییه محکمه کې د علني قضايي جلسې له لوري یو تن عقل الدین ولد میرغوث الدین په اشد مجازات یانې اعدام محکوم شول او درې کسان چې فعلاً فرار دي، د تعقیب عدلي لاندې ونیول شول."

د افغانستان د جزاء قانون په رڼا کې تورن کس حق لري چې تر ټاکلې مودې د ابتداییه محکمې پر حکم اعتراض وکړي او دویمه او درېیمه محکمه هم وغواړي.

کتونکي مجرمینو ته په علني محکمو کې سزاء اورول د جرمونو د کنټرول لپاره یوه غوره لار بولي.

XS
SM
MD
LG