د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۲

نړۍ

روحاني: سعودي دي خپل سیمه ییز سیاست کې بدلون راولي

د ایران جمهور رئیس د نړۍ قدرتونه په تېرو پنځلسو کلونو کې د ترهګرۍ په پراخولو محکوم کړل.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې له سعودي عربستان نه په نیوکې سره غوښتنه وکړه چې په خپل سیمه ییز سیاست کې بدلون راولي:

"د سعودي عربستان دولت که د ځان او د سیمې امنیت ته پام کړی وي، نو باید د نفاق اچوونکي سیاست د دوام، د کرکې د ایډیالوژۍ د ترویج او د ګاونډیو په حقونو له تعرض څخه لاس واخلي."

د ایران ولسمشر مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په نیوکې سره، د سیمې ځينې هېوادونه په دې تورن کړل چې د مذهبی پردو تر شا په قدرت غوښتنه بوخت دي.

دا د ملګرو ملتونو په یو اویایمه سرمشریزه کې د ایران د اوسني ولسمشر حسن روحاني وروستۍ وینا وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټام وېسټ روانه اوونۍ د افغانستان په اړه سیمې ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي په روانه اوونۍ کې سیمې ته سفر کوي.

په تېره جنوري میاشت کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو له غونډې وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی ویسټ یوځل بیا سیمې ته سفر کوي.

هغه نن پر ایکس شبکې په یوه لنډ بیان کې لیکلي چې دا اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي څو له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.

ویسټ د خپل سفر دقیق وخت او د خبرو د اجنډا جزییات نه دي روښانه کړي.

ښاغلی ویسټ په داسې حال کې سیمې ته روان شوی چې پر افغانستان د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي.

سوریه: د دمشق ښار د شاوخوا پر څو پوځي سیمو اسراییل بریدونه کړي

یوه برید لاندې راغلې سیمه
یوه برید لاندې راغلې سیمه

د سوریې دفاع وزارت وايي، اسراییل نن سهار د دمشق په شاوخوا کې څو پوځي سیمې په توغندو وویشتې چې له کبله یې مالي تاوانونه پېښ شول.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د سوریې رادارونو د اسراییلو د یو شمېر توغندو مخه ونیوله خو څو یې وچاودل.

د غزې له جګړې سره هممهاله، پر سوریې د اسراییل بریدونه ډېر شوي دي.

اروپایي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ کړ

د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ او د ۵،۴ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه یې وکړه.

اروپايي شورا داسې وخت د اوکرایین د مرستو صندوق تصویب کړ چې کییف د روسیې یرغلګرو ځواکونو په وړاندې په مبارزې کې له ستونزو سره مخ دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل په یوه بیان کې پرون وویل په نویو مرستو سره به د اوکرایین لاسنیوی وکړو چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د اوکراییني ځواکونو لپاره د پوځي تجهیزاتو په پېرلو او روزنو کې وکارول شي.

هند او چین پوتین ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه

د پوتین یو ټاکنیز تصویر
د پوتین یو ټاکنیز تصویر

چین او هند د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیرپوتین په بیا ټاکل کېدو هغه ته مبارکي ورکړې.

لویدیځو هېوادونو بیا د روسیې ټاکنې غیرقانوني بللي؛ ځکه د دوی په خبره په ځپونکو شرایطو او د یوه معتبر سیال په نشتوالي کې وشوې.

د روسیې د ټاکنو د پایلو په اساس، ۷۱ کلن پوتین د څه باندې ۸۷ فیصده رایو په ګټلو یو وار بیا ددغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پوتین ته مبارکي ورکړې او د روسیې او هند د خاصو اړیکو د پراختیا هیله یې ښودلې.

بېجنګ هم ویلي چې د روسانو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د روسیې ټاکنو ته په اشارې ویلي چې دا یوه غیر ډيموکراټیکه پروسه وه.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ویلي د اوکرایین په اشغالي سیمو کې ټاکنې ناقانونه وې او په ټوله کې دا ټاکنې د پوتین په رژیم کې د ځپونکو اقداماتو عمق ښيي.

اوکراین: د روسیې ۱۷ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

اوکراین وايي، د هوایي مدافعې ځواک یې د روسیې له هغو ۲۲ ډرونونو څخه چې د دې هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې ؛ ۱۷ ویشتلي او له منځه وړي دي.

د اوکراین پوځ نن پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې چې دا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کییف، پولتاوا، خمیل نیتڅکي، چرکاسي، کیرو ووهراد، دنیپرو پتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شوې.

د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پر خارکییف او سومي سیمو هم د ۷ توغندیو په وسیله حملې وشوې.

د اوکراین پوځ د دې حملو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سومي سیمې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د سیمې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

اردن: سوریې سره د پولې اوږدو کې مو د نا معلومو سرچینو د الوتکو شکمن حرکتونه کشف کړي

د اردن نقشه
د اردن نقشه

د اردن پوځ نن دوشنبه ویلي چې د هوايي مدافع رادار دستګاه یې د سوریې د پولې په اوږدو کې د یوې نامعلومې سرچینې د الوتکو مشکوک تحرکات کشف کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، عیني شاهدانو ویلي، هغه جټ الوتکې چې ویل کېږي د اردن به وې د اردن د اربد ښار پر فضا او د سوریې پولې ته څېرمه په هوا کې د ګرځېدو په حال کې لیدل شوي دي.

د اردن پوځ وايي، د هوايي ځواک هغو الوتکو ته کوم خطر متوجه نه و چې د هوايي حریم د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره یې الوتنه کړې وه.

اردن نه دي ویلي چې دغه تحرکات د کوم هېواد له خوا وو.

یونیسف: غزه کې د اسراییل د عملیاتو پر مهال تر ۱۳ زرو زیات ماشومان وژل شوي

د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه
د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۱۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په غزه کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او حتی د ژړا انرژي هم نه لري.

د یونیسف اجرایه مشرې کاترین رسل (Catherine Russell) د امریکا له CBS نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې پرون وویل، په زرګونو نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم په دې نه پوهېږي چې چېرې دي، هغوی ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.

د هغې په وینا، دوی د نړۍ په یوه شخړه کې هم د ماشومانو دومره لوی شمېر مړینه نه وه لیدلې.

پر اسراییل په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې، په غزه کې د لوږې زیاتېدو او د مرستو د مخنیوي له کبله په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.

روسیه؛ پوتین د ټاکنیزو پایلو اعلان سره خپله واکمني ۶ کاله نوره هم وغځوله

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو په ګټلو سره خپله واکمني د شپږو نورو کلونو لپاره وغزوله.

دا په روسیه کې په شدت کنټرول شوې ټاکنې ګڼل شوي چې په لړ کې یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د څه باندې ۶۰ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ فیصده رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ فیصدو یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.

۷۱ کلن پوتین له ۲۰۰۰م کال راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی.

په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ ملیونه و.

درې کاندیدان د پوتین په وړاندې درېدلي وو چې ویل کېږي کرملین ته نږدې کسان دي.

نتنیاهو: له نړیوالو اندېښنو سره سره به رفح ته پلي ځواکونه ولېږو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن ویلي چې له نړیوالو اندېښنو سره سره به د غزې جنوبي ښار رفح ته پلي ځواکونه ولېږي.

په رفح ښار کې د هغو ملکي فلسطینیانو د برخلیک په باب اندېښنه ښوول شوې چې په غزې تړانګه کې د جګړو له کبله یې هلته پناه وړې ده.

نتنیاهو ټینګار کړی چې نړیوال فشارونه به دوی د جګړې د ټولو اهدافو له درک کولو راونه ګرځوي.

د هغه په وینا، ځکه نو دوی په رفح ښار کې خپل عملیات پلي کوي.

په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته اعتراضیه غونډه وشوه

په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وشوه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.
په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وشوه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

د جرمني په بن ښار کې د روسیې ګڼ وګړي، د رژیم ضد اعتراض کوونکو تر څنګ د روسیې د قونسلګرۍ مخې ته نن په اعتراض راټول شول.

دوی دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وکړه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

نن غرمه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د مخالفت څرګندولو په هدف د روسیې قونسلګرۍ ته نږدې دوې مظاهرې وشوې.

اټکل دا دی چې پوتین به په روسیه کې دغه ټاکنې چې پر مهال یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي، په اسانۍ وګټي.

بن ښار په جرمني کې دویم ځای دی چې روسي وګړي کولی شي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG