د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

پکتيا وکيلان: د سل بستريز روغتون نه فعالېدو کې وزارت ګرم دی


د پکتيا ولايتي شورا وکيلان، مدني فعالان او عام خلک وايي چې ورځ تر بلې يې روغتيايي ستونزې زياتېږي او عامې روغتيا وزرات لکه څرنګه چې لازمه ده، د دې ستونزو په هواري کې دې ولايت ته جدي پاملرنه نه‌کوي او په خبره‌يې له تېرو دوو کلونو څخه تيار جوړ شوی سل بستريز روغتون غېر فعال دی.

د پکتيا اوسېدونکي له تېرو دوو کلونو راهيسې په تمه دي چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې جوړ سل بستريز لوی روغتون چې په عصري بڼه جوړ شوی، دوی ته د خدماتو وړاندې کولو جوګه او پرانيستل شي، خو تر اوسه حکومت لا په دې برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

د پکتيا ولايتي شورا وکيلان، مدني فعالان او خلک وايي چې په دې برخه کې دوی په پرله‎پسې ډول غوښتنې کړې دي، خو مرکزي او ولايتي ادارې پرته له ژمنو ورسره هېڅ نه‌دي کړي او لا هم دغه روغتون هماغسې تړلی پاتې دی.

د پکتيا يو اوسېدونکی وايي:

"زما نوم دولت خان دی د ګردېز اوسېدونکی یم، دغه روغتون چټي پروت دی بې استفادې دی، مرکزي شفاخانه نه‌پسې رسېږي مشکلات زيات دي، دغه بايد خلاص شي، که نه‌شي لارو کوڅو ته راووځو."

د عامو خلکو ستونزې د ولايتي شورا وکيلان مني وايي چې دوی هم په خپل وار له مرکزي حکومت سره د دې روغتون د ژر فعالېدو خبره کړې خو لا يې هم غږ نه‌دی اورېدل شوی.

د پکتيا ولايتي شورا غړی ډاکټر عالمير بهر امزوی د دې روغتون نه فعالېدو ټوله پړه پر وزارت وراچوي.

دی وايي:

"په دې کې د عامې روغتيا وزارت ناغېړي کوي، هغه امکانات او بودجه چې لازمه ده نه‌ورکول کېږي او هغه پرسونل چې دوی يې بايد ورکړي نه‌ورکول کېږي او ټوله ستونزه وزارت جوړه کړې، تېر کال مو هم له وزير سره ليدلي دي، وعده‌يې راکړه، کال تېر شو هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی اوس بيا پلان لرو چې بيا وزير سره کېنو، خو هېڅ نه‌کوي او ټوله پړه د ده په غاړه ده چې کار نه‌کوي او له دې ولايت سره د مور او میرې چلند کوي."

نوموړی دا هم وايي چې دوی به د دې روغتون د عاجل فعال کېدو لپاره يو ځل بيا وزارت سره دا خبره مطرح کړي خو په خبره‌يې که اقدام ونه‌شي په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.

پکتيا کې د مدني ټولنو استازي وايي چې په پيل کې د دې روغتون د جوړېدو په چارو کې د فساد پر ضد نړيوالې ادارې سيګار راپورونه خپاره کړل او وروسته په داسې سرنوشت اخته دی چې تر اوسه پورې فعال شوی نه‌دی او په نن سبا فعالېدو يې ولس ته ژمنه ورکول کېږي.

مدني فعال شکور کامران زیاتوي:

"روغتيا وزارت تر اوسه پورې په خپلو کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی، د دې روغتون فعالېدو لپاره‌يې په وارونو-وارونو ژمنه وکړه او زموږ جدي غوښتنه همدا ده چې دغه روغتون ژر تر ژره فعال کړي او د خلکو شته ستونزې هوارې کړي."

نوموړی وايي، که مرکزي حکومت د خلکو ستونزې او مشکلات جدي ونه‌نيسي ورځ تر بلې به د اسانتياوو نشتوالي له امله له حکومت سره د خلکو فاصله زياته او همکاري کمه شي.

د خلکو ستونزې د پکتيا ولايتي ادارې چارواکي مني خو وايي چې دوی په ډېر جدي ډول د دې روغتون د ژر تر ژره فعالېدو کار روان کړی، له مرکزه ورته هيئت راغلی دی او په نېږدې وخت کې به دغه ستونزې هوارې کړي.

د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر شېر محمد نقشبندي وايي:

"د والي صاحب په غوښتنه او هدايت مو د دې روغتون فعالېدو لپاره وزارت ته مکتوب لېږلی و چې اوس د وزارت يو هيئت راغلی دی او د دغه روغتون ټولې ستونزې سجېل کوي او اقدام به کوو او د بيا لپاره به يوازې د پرسونل ستونزه پاتې شي چې د حل په موخه به‌يې اقدام وکړو."

تېر کال همدغه مهال د دې روغتون د فعالېدو او پرانيستل کېدو ژمنه د پکتیا عامې روغتيا رياست چارواکو او ولايتي ادارې کړې وه، خو لاهم د دې روغتون د فعالېدو او پرانيستې لپاره اقدام نه‌دی شوی، خو له ازادي راډيو سره‌يې د پرانيستې او فعالېدو ژمنه تازه شوه.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG