د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۳۲

فرهاد: هرات کې وروستیو ۶ میاشتو کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي


د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د دولت شاوخوا ۳۰۰ وسله والو مخالفین وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن دا څرګندونې د تېرو شپږو میاشتو د لاس ته راوړنو د بیانولو په غونډه کې وکړې.

د هرات چارواکي وايي چې په یاده موده کې امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو په اړه یې زیات معلومات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG