د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۴

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو په عملیاتو کې ۱۲ وسله والو مخالفین وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا عملیات په ننګرهار، کونړ، غزني، لوګر، پکتیا او یوشمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG